اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
بس يو ځل
 


ظلمونه د وختونو
په وينو سور ممبر
فاتاوي په جومات كي
يتيمان ببر سرونه
كونډي سر تور سر
لڅي پښې څيري ګريوان
د مور شكېدلى سر
او سرې سترګي
ګريوان يې لوند په اوښكو
د يو پلار زخمى زړګى
د بوري ، وراري، كونډي رنزور زړه
ړنګ ديوالونه
او كورونه كنډواله
لژند په وينو كي ځوانان
او پاريال په وينو سور
تر سر يې مېندي ناستي
او سپېره مخونه د غربت
كه چا ليدلي نه وي
بس يو ځل
او بس يو ځل دي
زموږ كلي ته راسي


محيب رحمتي

 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com