اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
ملي وحدت

پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې
د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې
دا هېواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې
د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې

خو

نن مې بیا چې خوږ زړګۍ پدې حالت دې
ځان پلورونکو پرې راوستۍ لوې آفت دې
د پردو په مزدورۍ کې رقابت کړي
که ټلواله که جنبش که یې وحدت دې
دوې له پېله د بېلتون حڅه لرله
دا یې موخه دا یې لاره دا یې نېت دې
د لستوڼي مو ماران دي دا مکاره
په دوستۍ کې نېش وهي دا یې خصلت دې
په هر چا دوې پلورل کېږي لور په لوري
د دوې موخه بس مقام او ډېر دولت دې
په خپلوۍ او مکارۍ یې مه غولېږۍ
د ميرویس او احمد خان دا نصيحت دې

پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې
د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې
دا هېواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې
د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې

حال احوال مو چې نن داسې د ملت دې
د پوهانو عالمانو ، روڼ اندانو دا غفلت دې
عام ولس مې ندې ګرم نه ملامت دی
تش په نوم مشرانو کړۍ مصلحت دې
خلاقېت او د عمل واګي یې ورک شول
روشنفکر ته زمونږ پاتې صحبت دې
دوې د باد د سېر په لوري‌ روانېږي
روڼ‌ اندانو مو خپل کړې دا عادت دې
دوئ یې څه کړي چې څه کېږي‌ هغه کېږي
دوې خپل کړې په بهر کې اقامت دې

پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې
د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې
دا هېواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې
د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې

نه د دین نه د آیېن شول دوې په خپلو کې بدبین شول
یؤ تر بله دښمنان شول د عالم مو دا علمیت دې
په ژوندون یې مونږ نه مړي دي‌ جوړ کړي‌
میا،ملا،طالب،چړي مو بس په فکر د قیامت دې
پیر،سعيد زما آغا او که حضرت دې
روحانېت ته یې شاه کړې بس په دروغو په سیاست دې
که رباب دې که کباب دې که هستي ده که مستي ده
مونږ پرهېز دوې ته نعمت دې د دنېا که آخرت دې

پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې
د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې
دا هېواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې
د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې

عربي شهزاده ګان مې خوند اخلي‌له چېړلو
هیڅ صرفه څوک نکوي زما په وهلو ټکولو
په هر نوم مې کړوي دوې په ورورۍ که اخوت دې

دلته ټوله مونږه ګرم یو د هرچا د خولې شو جاولې
ځکه اوس کړي یؤ انسان د بل انسان په مړو باولې
نه ننګ پاتې نه احساس نه مو غېرت دې
نه مو توره د بابا شته نه پښتو نه افغانېت دې

پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې
د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې
دا هېواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې
د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې

مه یې کل کړې مه کدو کړې مه یې روس مه یې هندو کړې
انګرېزان که ایرانیان دي پنجابیان دي که یې جټ دی
دوې په ګډه وارد کړۍ مونږ ته واړه مصيبت دې

نو اې افغانه پرېشانه دا خبره واوره ما نه

که یؤ کېږۍ پاتې کېږۍ که نه لر او بر ورکېږۍ
د نفاق ګرداب کې ګوره ټوله یؤ ځاې فنا کېږۍ
که لا هم په ځان او نفس بدلون رانوړۍ
خداې به رانوړي بدلون دا واقيعت دې
زما حامد دا خپل ولس ته دا وصېت دې
په یؤوالي ورور ولۍ کې مو قوت او موجودېت دې

پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې
د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې
دا هېواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې
د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې

محمد حامد الوتاند ۲۰۱۲ کال د جنورۍ ۲۵مه
 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com