اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
راشه اشناراشه

راشه اشناراشه اوس پوښتني ته مي راشه
پروت دغم بسترکي يم ليدني ته مي راشه

ر ا شه چي په غټو غټو د ر ته وګو ر م
د ا و ر و ستي د يد ن دي بيا دي نګورم
تاته کړم وصيت دروح سپارښتني ته مي راشه
پروت دغم بستر کي يم ليدني ته مي راشه

ر ا شه د ا نا شا د ز ړګي مي شا د کړه
ټول عمردي هيروم ته مي چيرته يادکړه
تاته وايم دنوي کور پيژندني ته مي راشه
پروت دغم بسترکي يم ليدني ته مي راشه

نور ياران مي ډيردي دازړه مي يواځي تاغواړي
درخصت په وخت کي لتا ځني د و عا غو ا ړ ي
شروع چه مي سلګي شوي دمړي پالني ته مي راشه
پر وت د غم بسترکي يم ليد ني ته مي را شه

بر کښينه په د ر يمه نيت سو چه وکړ ه
راټول زما دوستان کړه ته مي فاتحه وکړه
دادي په تا پور وي ا و ومي ته مي راشه
پروت دغم بسترکي يم ليدني ته مي راشه

ژوند لکه دباد پشان تيريږي هيڅ بقا نشته
ميامحمدبشرياره عمر ترابده پدي دونيانشته
په اخرکي دشناختي په سر ليکني ته مي راشه
پروت دغم بستر کي يم ليد ني ته مي راشه
 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com