|
دظلم ګيله
داستا دظلم ګيله به وکړمه زه چاته
ز ړ ه به مي و چو ي نن بيګا ه ته
زما دقصده بنګړوته شور ورکوي
زړونه راټول کړي اوبيا اورورکوي
داستا دظلم قصه به وکړمه هرچاته
ز ړ ه به مي و چو ي نن بيګاه ته
د ا د هر ګل سره اغزي ولي وي
داپتنګان په اور ستي ولي وي
مجنون تلي دليلی پسي بيدياته
ز ړه به مي وچوي نن بيګا ه ته
دهري رڼا لاندي تياره ولي وي
د معشوقي لاس کي چاړه ولي وي
عاشق لاس تړلي وړي قتل ګاه ته
زړه به مي وچوي نن بيګاه ته
نوري داتوري سترګي توري نکړي
لمبي ز ما په بد ن پو ر ي نکړ ي
تاخبره وم کلي پريږدم ځمه صحراته
زړه به مي وچو ي نن بيګا ه ته
چي تا ته ګو رم د سيا لي و و تم
چي ځان ته ګورم دزنده ګي ووتم
دبشريارسرته دي خيرکړي خداي سباته
ز ړ ه به مي وچو ي نن بيګا ه ته
|