اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
دزلفوتار

ما ته يوګل د خپل ا وربل راکړه
ماته دزلفوتاردخپل کاکل راکړه

چي ئي تړمه ترملاځم دسفر په لوري
که ئي را کوي ر ا ته يو بل را کړه

چي په سفرکي يواځي پاتي نشم
ما ته ملا تړوني دسفر مل راکړه

چي د رنه ځم غا ړه د ي کلکه راکړه
په خداي په اماني کي ماته تسل راکړه

زمادخپلي خالا لورئي څه پردي خونه ئي
ماته نشاني کي سور غمي دچارګل راکړه

په تګ درځمه مسافري کي پاتي کيږمه نه
ما ميامحمد بشريارته خپله پته دکابل راکړه



لوي ډاګونه

زمونږ وطن کي شته دي لوي ډاګونه
د غر ونو را روان د ي لوي سيندونه

زمونږ اوار ډاګونه د اوبودي په ارمان
په څنګ کي ئي لوي سيندونه دي روان
څوک نشته چي پري جوړ کړي لوي بندونه
د غر و نو را ر وا ن د ي لوي سيند ونه

مشر ا ن ز مو نږ ه نا د ا ن د ي
اکثريت ئي پردي جاسوسان دي
دخپل وطن دابادي نلري پلانونه
د غرونو را روان دي لوي سيندونه

سيند و نه زمونږ ګټه ئي د بل ده
غټ خر ه ز مو نږ کته ئي دبل ده
په هرخره پراته دي پردي شالونه
دغرونو را روان دي لوي سيندونه

خوري زمونږ غاپي دبل په دروازه کي
خدايه دابدبوټي پورته کړي په جنازه کي
چه وطن ئي هير دي دپردو کړي خدمتونه
د غر و نو را ر وا ن د ي لو ي سيند و نه

ليکه ميا محمدبشرياره پسي ليکه
هغه به رسيږي چي وي دازل ليکه
دا خاين دي چه دپرديو وړي بارونه
د غر ونو را روان دي لوي سيندونه
 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com