دافغانستان
دلسيزونو جګړو په واروارداښودلي ده چې پاکستان هغه شرر اچوونکی هيواد
دی چې کلونه کلونه يي دافغانستان په مقابل کې غير مستقيم لاس وهنه کړی
اودافغان ملت په وينويې خپل منګولې سري کړي دي نړيوال بشرپالو هم په
خلاصو سترګو ورته ګوري غير د تماشی نه هيڅ داسې عمل نه دي کړي چې
نړيوال ته دا وښايي افغانان هم نړۍ کې داوسيدو حق لري اونړيوال بايد د
يوی ټولنيز بشري قانون په نظر کې نيولو سره پاکستان چارواکي دمحاکمی
ميز ته کش کړي او حساب کتاب ورسره وکړي پاکستان هغه مکارهيواد دی چې
کلونه کلونه يي لکه شيطان دومخي سياست پلی کړی او نړيوال يي تماشاچيان
دي په داسی حال کې چې هره ورځ د افغان اولس د بچيانو سرونه په ايران کې
په دار ځړول کيږي او پاکستان کې په چاړو حالاليږي اوسرونه يي له تنه
رابيلږي خو سوال دلته دی چې افغان چارواکي ولی تماشاچيان دي اوولی هر
څه ته په سړه سينه ګوري