|
زمادمينې ګلاب-لنډه کيسه
زرلښته حفيظ
دمينې د ورځې ډالۍ هغه چاته چې ماسره رښتينې مينه لري
مينه دخدای(ج) هغه پيرزو ده چې دبشري ټولنۍ دپايښت اودژونددسمون اوانتظام دپاره
الله (ج) دخپلبنده ګانوزړونو کې ورته ځای ورکړی
مينه دزړه هغه قوي اراده ده چې انسان دتکل منزله پوری رسوي ٠
په مينه دخدای(ج) دوستان تربل هرچا ښه پوهيږيځکه چې تل زړه کې مينه ساتي ،مينه
پالي اودخلکو زړونوته دمينې پيغامونه ليږې تر څو دکرکۍ او نفرت تخم ورک شيزه چې
خپل وطن کې ومه مادمينې ورځ نه پيژندله ځکه چې هلته داورځ څوک نه پيژني مينې ته
دګناه په سترګه کتل کيږي٠او تل مينه ددوه مينانوترمنځ محدودپاتی و ي هغه هم پټ
او په غلا
خودلته که څه هم ددی ورځې کيسه ددوه مينانو نه شروع شوی خوبياهمدمينې ورځ يواځې
مينانوته محدوده نه ده پاتیشوېدنړۍ پوهان اودټولنۍ هوښيارکسان دهمدی ورځې ترنوم
لاندی مينه دخلکو دزړونودپيونددورځې په نامه رواجول غواړيکله چې دمينې ورځ نژدی
شي نواکثراخلک خپلو دوستانو،خويندې ورونه ،مور،پلار ته،زړه ته ورته تحفی ،چاکليتونه
او ګلان اخليدڅو شېبو لپاره دهغو ديدن ته ورځي
يو بل تهډالۍورکوي که څه هم ضرور نه دی چې ډالۍ ګانې بايدقيمتي وي يوه دانه ګل
يوه خوږه خبره اواحترام پخپل ذات کې دمينې يوه ډالۍ کيدای شي
دلته دمينې ورځ دراتګ نه مخکېپه دفترونو ،مغازواو هرځای کېد زړ ونو تصويرونه په
سترګو کيږي که څه هم دنړۍ په مختلفو هيوادونو کې به په مختلف شکل وي خو دلته چې
دنړۍ هر خوانه خلک را ټول شوي ديدا ورځ دوي داسی نمانځي
اوکله چې دمينې ورځ ورسيږي نو بيا يواځې مينان وي چې خپل مينانو سره هوټلونو ،پارکونو
او دتفريح ځايونو ته ځي خودادمينې ورځ بهرميشته افغانانوکې هم ډير رواج پيدا
کړی چې زه هم هر کال دخپلې ميننه يو ښه قيمتيډالۍ تر لاسه کومه تير کال زما مين
ماته يوه عجيبه تحفه راکړ ی و
دا داسی يوه ډالۍوه چې زما په ژوند کې يې ارزښت څوچنده وه زما مين به هر کالی د
سينګار سامان راته راوړ
نه پوهيدمه څنګه يي پوه کړمه چې زمادفيشن سامان نه دي خوښ خو دوه کاله مخ کې مې
يوځل بيا دمعمول په څير دسينګار قيمتي شيان او يو ډول مخصوص عطر چې زما ډير خوښ
و تر لاسه کړهکله چې مې دا هرڅه ليدل عصاب مې خرابيدو په خوله به مې څه نه ويل
خوزړه کې به ډيره خپه کيدمه ځکه چې زما قلمونه ،کتابچې ،پوسکارت،تازه ګلان ډير
خوښ وخو يوه ورځ مې سل زړه سره يو کړ او خپلې مينته مې وويلې
ايا زه ډيره بدرنګه يمه؟
په مسکايي راته وويل نه ته ماته دنړۍ په ټولو ښايستونو کې ښايسته يې
ماويل نو ولې دسينګار سامان راته راوړی؟
مين مې راته وخندلغبرګه يي کړ ځکه چې دښځودا شيان ډير خوښ وي
بيا مې په مسکا دخبرو لړۍ داسی وغزوله
دسينګار شيان ښه نه وي ددی شيانو په استعمال سره جلدي تکليفونه پيداکيږيکله چې
تاريخ يې تير شي دچاپام نه وي ورته په استعمال يې جلدي سرطان پيدا کيږيمونږسره
ناست خلکټولووخندل
په دې خبره پوره يوکال تيرشو
خوزما دتير کال دمينې دورځې ډالۍ بل څه و کاملان بل څه
په هغه ورځ زما مينماته يوه سره ګلاب او ددې ګلاب په يو خاښ کې يو پاکت دزړونو
چاکليټ يوه دانه پوسکارت او يوبوتل قيمتي عطرراکړي وه
زه تر ټولو نه دغه ګلاب ته چې زما دخوښې ګل و ډيره خوشحاله شومه داسې چې په
جامو کې نه ځايدمه
ګلاب مې هلته کيښودو چيرته نه چې هر شپه او ورځ غواړمه دخپل دخوب کوټۍنه اسمان
، ستوري،سپوږمۍ او دلمر رڼا ګورمه دا ګل مې دکړکۍ په شيشه کې په رابرتيپ باندې
سليخ کړهره ورځ به مې ورته کتلې يوه ورځ زه دکارنه رخصت ومه دلمرخاته سره دخپل
حويلۍ په ګلانوباندی وګرځيدمه لږه شيبه ورسته دحويلۍ دچمنپهچوکۍ باندی کيناستمه
شامې لمر ته واړولو اومخ مې دخوب کوټۍ کړکۍ ته کتلې
ناڅاپه زماپام هغه ګلاب ته شو ه چې زما مينماته د مينۍ ورځ کې ډالۍ راکړيوه
هغه نه ښکاريدو په وراختايې سره مې خپلې کوټۍ ته منډه کړه کتلې مې چېدچاکليټ نه
جوړه شوې ګلاب مې دلمړ وړانګوکې اوبه شوې و
يو لوې اه مې دخولۍ نه ووت !
زما د اه سره ټولو منډه کړل زما کوټۍ ته راغلل
ويل يي څه خبره ده؟
زه چې ډيره وارختا معلوميدمه
ومې ويلې زما مينه مړه شوه
او زمادمينې ګلاب اوبه شوو
ټولو وخندل خوزمادمينرنګ تک سور اوختی وه
ماته يې پهمسکا وويل مينه په ګلانوکې نه وي
مينهپه زړونوکې وي څوچې زړونه ژوندي وي مينه نه مري
کوم زړه چې ته په کې ځای لرې
هغهژوندی دی بل ګلاب به درته راوړم
پاې
زرلښته حفيظ
2912/01/11 کالګري البرتا
|