اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور

 

مغروري


محيب رحمتي

په كوم ملك كي يو ډېر نيك بادشاه حكومت كاوه، هيڅوك هم د هغه له درباره
خالي لاس نه تلل، ولس له بادشاه څخه ډېر خوشحاله و، بادشاه اولاد نه
درلود، څو كاله چي تېر سول بادشاه ته خداى يوه لور وركړه، بادشاه ښه په
دب و درز سره يو جشن جوړ كړ، د نورو بادشاهيو بادشاهان يې مباركي ته
راغلل،
بادشاه ډېر مغروره سو، هغه له دين و دنيا څخه غافله سو، په خپل ولس يې
ظلمونه شروع كړل، ملكه له دې ناوړه كارو ډېره پرېشانه وه، ټول ولس د
بادشاه په خلاف سو، له وخت نه په ګټي اخيستني سره، يوه ګاونډي ملك حمله
باندي وكړه، بادشاه يې له واكه وغورځاوه، بادشاه، ملكه او شهزادګۍ يې درې
سره په بند كي واچول، د بادشاه يوه نوكر په پټه دى له بنده وه ايست
په پښو يې مزل كاوه، له ډېرو ستړيو وروسته يوې بلي بادشاهي ته ورسېد،
بادشاه ته دا احساس پيدا سو، چي د دولت او طاقت نشه تر ډېره وخته پوري
نه پايي، انسان بايد هيڅ كله هم له انصافه مخ وانه ړوي، اوس هغه د يوه
عام وګړي په شان ژوند پيل كړ
 

 

 
 

www.salgay.com V3 2012 

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com