داغصب
څه ته وائي ؟
وګلاجانه وګلاجانه دلته راشه ٠
ماما څه وائي راته؟
هره ورځ مکتب ته ځي پوښتنه درڅخه کوم دازمونږ راډيو بيګاه وويلي چي دکابل ښار
غصب شويدي داښارڅه رقم غصب کيږي ؟
مامادکابل په ښارکي دولتي اوشخصي جايدادونه غصب شويدي٠
وهلکه د اغصب څه شي ته وائي ؟
ماماپردي جايدادونه غلا شويدي
وهلکه جايدادڅنګه غلا کيږ ي؟ جايداد اوښ ندي چي په بډه ئي ووهي ؟
ماما داسي ډاکوان پداشويدي چي جايدادونه په بډه وهي جعلي قبالي ئي ورته جوړ
کړيدي٠
وهلکه جعلي وکيلان مي اوريدلي وه داجعلي قبالي مي اوس واوريدي دادکابل ښار خو
ډير لوي دي ددي دپاره به ئي څومره لويه قباله جوړه کړي وي٠
ماما يوه قباله ئي نده جوړه کړي داجهادي رهبرانو جهادي قوماندانانواو سرګروپانو
هر يوه ځان ته جدا جدا جعلي قبالي جوړي کړيدي ٠
وهلکه داجهادي رهبران اوجهادي قوماندانان دي خداي وشرموي داخوډيردي دادکابل ښار
به ئي ټوټه ټوټه کړي وي ٠
اخ په کابل مي زړه وسوځيده داخلکوکابل ته دراتګ لايقت نلرلوداڅنګه پيښه وشوه چي
داخلک کابل ته راغله ؟
ماما داهغه دملل متحد نماينده بي ننسيوان کابل ته راوړل ٠
وهلکه هغه بي ننسيوان زوي مړي اوس چيرته ده چي پوښتنه ورڅخه وکړوچي داڅه ليوان
دي کابل ته راوستي دي کابل ئي ټول وخوړ٠
ماما لکه چي راډيودي ډيره خوښيږي؟
هلکه فرض لمونځ قضا کوم بي بي سي نه قضا کوم دبي بي سي دپاره مي نوي راډيو
اخيستي ده٠ دادبي بي سي راډيو ټول خلک پيداکوي اوپوښتني ورڅخه کوي دا بي
ننسيوان ولي نه پيدا کوي؟
ماما ټولي راډيو ګاني دي خوښيږي؟
هلکه راډيوګاني مي ټولي خوښيږي هغه بله ورځ داشنا راډيوکي يوناروغ بيچاره ئي
راوستي وه اوخبرونه ئي پري ويل هغه بيچاره دخبرونو دويلو په وخت کي زګيروي کاوه
ډير ورته خفه شوم٠ پخوابه ئي چي په افغانستان کي داخلک باغواني ته نيول اول به
ئي په ډاکتر معاينه کول اوپوښتني به ئي تري کولي چي باغواني کولي شي اوکه ئي
نشي کولي دمعلومات حاصلولو نه وروسته به ئي داخل کړو٠
داشنا راډيو کي خلک بي پوښتني او معايني فرمايشي داخليږي٠د اشنا راډيوکله کله
پروني خبرونه تکرار تکرار تشريح کوي چي د اوريدونکو دياده ونه وځي ورځ بدتري ده
٠ ماما هغه دي ندي اوريدلي وائي چي واسطه په دروازه راننوځي عدالت دکړکۍ دلاري
وځي ٠
هلکه ټولي مي اوريدلي دي ښي مي اوريدلي دي خدايدي داځني مشرانوته انصاف ورکړي
ګناه په غټ خيټو مشرانوکي ده٠
وسلام ميا محمد بشريار
|