|
|
|||||||||
|
|||||||||
|
بابا دکابل ښارته تللي وم
وميراعظم جانه چرته تللي وي ؟ بابا دکابل ښارته تللي وم ٠ دکابل ښارکي دي څه کول ؟ بابا اريدلي مي وه چي دکابل ښارکي دځمکو چوردي ماويل کومه ټوټه ځمکه به چور کړم ٠ بيادي ځمکه چور کړه اوکه نه ؟ نه باباټوله ځمکه چورشويده يوه لويشت ځاي ندي پاتي ٠ ومير اعظم جانه خلکوڅه ويل چي داچور چا کړيدي؟ بابا داټول چور جهادي چورلنډيانو کړيده غريب سړي چورنشي کولي٠ وهلکه بله مي اوريدلي ده وائي چي اوس دافغان تور سرو په مخ تيزاب پاشل کيږي داجنايت څوک کوي؟ بابا داپوښتنه دداخلي دوزير څخه وکوه زه خو دداخلي وزير نه يم٠ وهلکه افغانستان دداخلي وزير لري ؟ هوبابا يوبدماش دداخلي وزير شته دي داچي څه کار به کوي په هغه نه پوهيږم بايد دکرزي نه دهغه دکار پوښتنه وشي٠ وهلکه خبره مه اوږدوه لنډځواب راکړه چي په کندوزکي تيزاب پاشل شويدي مجرمين ئي نيول شويدي اوکه نه؟ بابا مجرم به څوک ونيسي ؟ هغوي چي مجرم بايد ونيسي هغوي خپله مجرمين دي تاپدي لسو کلوکي اوريدلي دي چي کوم مجرم نيول شوي وي پوليس دمجرمينو څخه پيسي اخلي ٠ وهلکه پخوابه پدي پوليسوکي داب او عزت خلک وه اوس ټول غله کيسه بوران چرسيا ن پوډريان اوقماربازان منصبداران د ي٠ بابا داخو دوران دي کله د اب اودعزت دخلکودوران وي اوکله دبي ابه خلکو دوران وي٠ وهلکه دا ريس جمهور څه بلا وهلي ده داخو باالکل بيکاره ډارن دي؟ بابا ريس جمهو رحيران دي په هرچا چي اعتبار وکړي دهغه څخه سورليوه جوړ شي ٠ هلکه ريس جمهور کي ګناه شته يو جنايت کاردي دخلکو په مخکي چپه کړي اوپه خيټه دي ورته خوسي وکړي بيازه وګورم چي بل جنايتکارڅنګه جنايت کوي اوس شهر ناپرسان دي ٠ بابا رښتيا دي وويل داريس جمهور دي خداي ورک کړي چي که کوم بل نر راشي داد ښځي نه بدتردي ٠ وسلام ميامحمد بشريار |
|||||||||
|
|
|||||||||
|
|
|||||||||
|
www.salgay.com
V3 2012 Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com |