|
عالم ګله ولي ښونځي ته نه ځي
ميامحمد بشر يار
ميزا اکا تاچي ښونځي ويلي څه فايده دي
کړيده چي زه به ئي وکړمه مااوريدلي وه چي ته ډير وړوکي وي ښونځي ته به هره ورځ
روان وي اوډير کوشش دي کاوه ښه لايق وي اوس دي زړه کورتي په غاړه ده هغه دبرکلي
دمجاهدو قوماندان باقي پيژني چي وړوکي وه ټوله ورځ به ئي سپي جنګول قماربازوه
چرسي وه اوس غټ قوماندان دي ښه جګه قلعه لري دوه دري ډاډسني لري نوي نوي
کاغذپيچ کورتي اغوندي زه هم غواړم چي ښونځي پريږدم دقمارخانو اوساقي خانو خواته
لاړشم چي باقي قوماندان جوړشم ته ماته نصيحت کوي چي ښونځي ته لاړشه خپل ځوي دي
ښونځي ته وليږه چي ستا پشان وچ لرګي تري جوړ شي ټوله ورځ لګيائي اودوطندوستي
خبري کوي ستا دوطندوستي خبري نه خلاصيږي ٠
ميرزا اکا خفه نشي زما ماما ميرداد ويلي قوماندان باقي چه وړوکي وه نور ئي
ډيرفساتونه لرل اودټولوخلکو بدراتللو اوس ټول خلک ورته قوماندان صاحب باقي خان
وائي اولاس په نامه ورته ولاړوي جرګي اومرکي کوي تاته وګوره سپيني عينکي دي په
سترګو کړيدي څوک درته تش سلام نکوي ويل ئي ښه ندي هغه بله ورځ هلکانو ستا په
زړي قره قلي پوري خندلي ٠
وعالم ګل جانه داخبري پريږده ښونځي ته لاړشه چي داسلام پنځه بناز ده کړي دلاري
ادب دډوډي خوړلو ادب اودخبرو ادب زده کړي ښه اوبد وپيژني دموروپلار حق وپيژني
دمشرانو حق وپيژني دوطن حق وپيژني ملي ګټي اوملي تاوانونه وپيژني دوطن دښمنان
وپيژني ښه سړي درڅخه جوړشي پوهيږي چي جنت دموراوپلار ترپښولاندي دي داپدي معنی
که هرچادموراوپلار احترام وکړو خدمت ئي وکړو جنت به ئي په نصيب شي اوکه هرچا
موراوپلار ازار کړو هغه دوزخ ته ځي٠
ميرزا اکاپريږده ټوله ورځ ته ئي اونصيحتونه دي ٠
ستاياديږي چي پروسږکال قوماندان باقي خپل پلار وډباوه اودخپل مشر ورورسر ئي مات
کړوبياسره ددي دکلي ټول خلک ئي احترام کوي٠
هغه بله ورځ زه ولاړوم چي ملک صاحب ورته وويل چي قوماندان صاحب ښه دي وکړو دا
دواړه دډبولو وه اوتاښه وکړو چي ودي وهل قوماندان ورته دخندانه شين وه ٠عالم
ګله ملک ښه سړي ندي ملک دوه تنه په جنګ اچوي ملک شيطان دي ملک بايد ورته نصيحت
کړي وي چي پلاراومشر ورور ډير حق لري تادهغوي په حق کي ظلم کړيدي داظلم دي بايد
نه وي کړي ٠
ميرزا اکا ته هروخت دظالم اومظلوم خبري کوي ټوله دونيا دظالم طرفداري کوي
امريکاته وګوره چي په افغانستان کي ئي ظالمان تربيه کړه قدرت ته ئي ورسول وطن
ئي پري چورکړو څه ئي مورچل کي کښينول څه ئي اپوزيسيون کړواوڅه ئي دقدرت په څوکي
کښينول په واقيعت کي داټول يوخلک دي هيڅ فرق نلري ددي ډلوډلودجوړولو څخه ئي
مطلب يواځي دافغانانو په سترګوکي خاوري اچول دي داټول تورماران دي چي په شکل
داشکالودافغانانوويني څښي اودالوبه امريکا شروع کړيده چي نن امريکا هرڅه وغواړي
په دونياکي هغه کولي شي ٠
سوله به څنګه وطن ته راشي په حکومت ا ورعايت کي تورماران واکداران دي
داتورماران نه غواړي چي داوطن جوړشي دهغوي په جګړوچور اوچپاوکي ګټه ده که عادل
حکومت جوړشي داهرتور مار بايد په دار وځړول شي اودوي دا درک کړيده ځکه دوي سوله
نه غواړي ٠
ميرزا اکا ته وچي شونډي اوتورزبيخلي رنګ ګرځه ځکه چي وطن اوخلک درته ګران دي
غلا نکوي رشوت نه اخلي خيانت نکوي پردي جاسوسي نکوي ٠
شاه باس بچيه اوس پوه شوم چي ته په هر څه پوهيږي ز ه دتاريخ دبدنامي
اودمحشردورځي څخه ډاريږم ځکه خيانت نکوم زما وجدان پاک دي زماايمان پاک دي ٠زه
دافغان غريب ولس ويني نه څښم پدي پوهيږي چي افغانان ددي تورو مارانو دظلم له
لاسه څه دلوږي څه دتندي مړه شوه څه مرغانو وخوړه اوڅه ماهيانو وخوړه څه په
پرديوز ندانونوکي بيګناه وراسته شوه ددي ټولو بدبختيو مور داجهادي رهبران
قوماندانان اوجنګ سالاران دي چي امريکي زيږه ولي ساتلي اوتربيه کړيدي او تراوسه
ئي حمايه کوي ٠
افغانان سولي امن اوعادل حکومت ته ضرورت لري٠
خدايدي په افغانانو ورحميږي٠ وسلام ميامحمد بشريار
|