اړيکې انځورنه سلګۍ کتابتون

لنډی کيسی/ادبي ټوټي

مقالي او ليکني موسيقي شعرنه اسلام کور
 
 
     ميامحمد بشر يار  تاج رحيم  رفيع الله روشن
         
         
         
 
   
   
 نور زمادمينې ګلاب-لنډه کيسه....زرلښته حفيظ

دمينې د ورځې ډالۍ هغه چاته چې ماسره رښتينې مينه لري
مينه دخدای(ج) هغه پيرزو ده چې دبشري ټولنۍ دپايښت اودژونددسمون اوانتظام دپاره الله (ج) دخپلبنده ګانوزړونو کې ورته ځای ورکړی
مينه دزړه هغه قوي اراده ده چې انسان دتکل منزله پوری رسوي ٠
 

 نور عالم ګله ولي ښونځي ته نه ځي ؟.....ميامحمد بشر يار

ميزا اکا تاچي ښونځي ويلي څه فايده دي کړيده چي زه به ئي وکړمه مااوريدلي وه چي ته ډير وړوکي وي ښونځي ته به هره ورځ روان وي اوډير کوشش دي کاوه ښه لايق وي اوس دي زړه کورتي په غاړه ده هغه دبرکلي دمجاهدو قوماندان باقي پيژني چي وړوکي وه ټوله ورځ به ئي سپي جنګول قماربازوه چرسي وه اوس غټ قوماندان دي ښه جګه قلعه لري دوه دري ډاډسني لري نوي نوي کاغذپيچ کورتي اغوندي زه هم غواړم چي ښونځي پريږدم دقمارخانو اوساقي خانو خواته لاړشم چي باقي قوماندان جوړشم ته ماته نصيحت کوي چي ښونځي ته لاړشه خپل ځوي دي ښونځي ته وليږه چي ستا پشان وچ لرګي تري جوړ شي ټوله ورځ لګيائي اودوطندوستي خبري کوي ستا دوطندوستي خبري نه خلاصيږي
 نور

سرکس....تاج رحيم

” او ما سرکس خرڅ کړو“

” ولے بابا ! سرکس د ولے خرڅ کړو؟ ته وائي چې ډير ښه چليدلو“ آدم خان رانه تپوس اوکړو ـ آدم خان زما کشر نمسے دے ـ په عمر د دولسو کالو دے خو په عقل ډير اوښيار دےـ

” زۀ دَ کوچيانو پشان ژوند نه ستړے شوے وم ـ او اوس زۀ بال بچے دا ر ؤم ـ ستا پلار د يو کال وؤ ـ او ما په يو ځائے ټکاؤ غوښتلو“

” نو بيا ؟“

 نور دښوونځي جامې.....لنډه کيسه:::: رفيع الله روشن

په وړوپښوولاړدالمارۍ خانه يې خلاصه کړه يوڅه يې ترې راواخستل دکورنۍ نورو غړوته يې شا واړوله اوله المارۍ څخه له را اخيستي څيزسره بوخت شو، هغوى په خپلوکې پرې بحث پيل کړ،مشرې خور يې وويل داڅه شى يې پيداکړچې له موږنه يې پټوي،پلار يې وويل پرې يې ږدۍ کار مه پرې لرئ، چې دى خوښ وي،موږ کوم اعتراض نلرو،ټولوغلي غلي وخندل،خوده په هېچاخيال رانه وړه اونه يې ددوى خبروته کوم اهميت ورکړ څوشيبې وروسته دټولوهېرشوهريوپه خپل کارپسې پورته شو، دغرمې يوولس نيمى بجې وي چې کلثوم بکسه پرشاه له ښوونځي را ورسېده، سلام يې واچاوه پلاريې په مخ ښکل کړه، شا بسې لورکۍ، هله ژرولاړه شه دښونځي جامې دې بدلې کړه کتابونه دي هم پرځاى کړه، چې ساحل يې درته ونه شله وي ، هغې هم دکوټې په لور منډه کړه ، شېبه لانه وتېرشوې چې دکوټې له دننه څخه دساحل چيغې پورته شوي ، پلاريې ژر ورغى ، کلثوم ته يې وويل مه کوه له
  نور کتاب ته ادبي ټوټه.....رفيع الله روشن

زماترهرچاګران ملګريه ستانوم ته سلام کوم،ستا دمخ له هر يو خال څخه زما ټول بدن قربان شه،زه ستا دهر احسان پوروړى يم،تل دې له هر راز بديو ژغورلى يم،کله چې زه دکومې اشتباه مرتکب کېدو لپاره خوځېدلى يم نو ته مې مخې ته لکه زما دلا ښود ولاړ شوى يې اودهغې په زيان دې راته خبرې کړي دي،هروخت چې ماديوه رواه شي ارمان کړى دى نوتا راته حاضر کړى دى

 نور دبدن پاچا (ادبي ټوټه)..... رفيع الله روشن

زړه دانسان دټول بدن پاچا دى او پاچا داسې څوک وي چې ديوه هېواد ټول وګړي ورته د يوه زعيم په نظر ګوري ،تابعداري يې کوي او هغه هم ډېرهوښيار او په دې هڅه کې وي چې خپل ولس تل له خپل ځان چاپير وويني،څوک خفه نکړي،هغه دخپل ځان په خفګان کې دخپل ملت خوښي لټوي.
خو دانسان دبدن پاچا (زړه)ډېرکم عقل وي،ولې چې زړه ،زړه خفه کوي

 نور دنصیبوخبرې..........خوشال کونړی مزاروال

کله چې ګلبرو ترور د شیروار شاربلو نه پس د شړومبو کټوې پر سر له چینې کور ته راستنه شوه، ګوري چې زوی یې لا هماغسې د خوبونو زانګو زنګوي. له ډېره قهره یې خپلې شونډې وچیچلې او په زوی یې ورغړمب کړل:
ـ وه زویه! لمر سترګه تر نیمایي آسمانه رارسېدلې او ته لا هماغسې بېده یې. دا څه درباندې شوي؟ خدای مکړه ناروغه خو به نه یې؟
غمی د خپلې مور خبرو راجګ کړ. اوږې یې تاوې راتاوې کړې او په کټ کې کېناست.
ـ اوف مورې! هسې راباندې په غصه یې
.

 نور انتظار....خوشال کونړی مزاروال

هره ګړۍمې سترګې د دیواري ساعت په ستنو ښخیږي. کله نا کله هغه ناول ته لاس کړم چې په پخوانیو وختونو کې د وحشي انسانانو له خوا د بې وسو خلکو د خوړلو کیسې کوي. ګوندې که د انتظار شېبې پای ته ورسيږي، او که رښتیا ووایم د زړه درزا مې له یوې شېبې نه بلی ته زیاتیږي. له ټولو نه زیات په دې فکر کې یم چې ژر تر ژره د هغې له لعنتي شره خلاص شم. کرۍ شپه مې دهغې درد له خوبه باسي. ښه سم په درانه خوب بېده یم چې نا ببره مې سپینې وتښتي.لکه څوک چې مې په امبور غوښې شکوي اوله خوبه مې راویښ کړي

 نور ادبي ټوټه : زه يوه ښځه يمه! !-----------زرلښته حفيظ

زه دسترکائينات دخدای سره مينه لرمه زما زړه دنړۍ دښايستونوښکلې ګلبڼ ده دغه بڼ کې دجنت دښکلا څيرې اودايمان پرښتې پاچاهي کوي
زه دمينې په ګلبڼ کې دهغوخوږونغموپسي ګرځمه چې ماته دزړه دونيانوره هم ښايسته کوي
زمامينه ډيره ښايسته ده ځکه چې کرکه نه پيژني او له دومخې نه توبه اوباسي زما دژوندديواځيتوب ملګري هغه ګلان دي چې دخدای دجنت نه په رنګارنګ مخونوکې دمحبت مسکاپه ورين تندۍ انسانانوته دخندا او ژوندکولوطريقه ښايي
ماته زما دماشومتوب شېبۍ را يادوي هلته چې مونږ ټول واړه انجونې اوهلکانوسره يوځای لوبيدو
 نور بنده مرغۍ......خوشال کونړی مزاروال

هر څوک په خپل زړه کې دلۍ، دلۍ هېلې او ارمانونه لري چې د ځینو دا هېلې او ارمانونه یو څه تر سره شي. ځینې هېلې د سړي په زړه کې داسی ډکې پاتی شي چې سړی له دونیایي کاروبار او روزګاره وباسي او له پښو یې وغورځوي. په زړګي هم داسې وشول. کله چې د هغه په شونډه د ځوانۍ نښې را پیدا شوې نو ورسره جوخت یې زړه د کلي د اخون په لور زرکې بایلود. په زرکې زړه بایلل څه د حېرانتیا خبره نه وه. هغې ته خدای داسې پېغلتوب ورکړې و. تا به ویل د چین ښاپېرۍ ده. سپینه سپینه او پسته مسته. هر خیالور زلمي چې به د زرکې دوه سترګې ولیدې نو بیا به یې د هغې په مینه مستې شپې ورځې تېرولې او سودایې به ګرځېده. نور به له هغه د ژوند کاروبار پاتې و او لکه ملنګ کچکول په غاړه به د هر کلي د سپو د غپا شو. ډېرو ځوانانو به لا په خیال کې د زرکې په څنګل خوبونه کول.
  نور ابا دکابل ښارته تللي وم..ميامحمد بشر يار

وميراعظم جانه چرته تللي وي ؟

بابا دکابل ښارته تللي وم ٠

دکابل ښارکي دي څه کول ؟

بابا اريدلي مي وه چي دکابل ښارکي دځمکو چوردي  ماويل  کومه ټوټه ځمکه به چور کړم ٠

بيادي ځمکه چور کړه اوکه نه ؟

 نور ما ليدلې خوب دې

ما پوخ نيت اوکړو چې نن به ئې را نيسم او تپوس په ترِ کوم چې دې څوک دې او ولې هر وختې ما پسې ګرځی ـ چرته چې زه ځم، دې هلته موجود وی ـ آخر د ده زما سره څه مطلب دې چې ما پسې شوې دې ـ تر اوسه خو ما دَ يَرې تپوس نه شو کولې چې هسې نه دَ سی آئي ډی سړې وی خو تر کومې ــ نن مي ورته زړه ډاډ کړو او ورته اودريد م ـ ما زړه کې وې چه اودريږه نزدې راشی نو رانيسم ئې ـ ولې د سترګې په رپ کې په ګنړه کې بيا غيب شو ـ دې هر ځل دغه چل کوی ـ ډير چالاکه سړې دې ـ مخکې به ترِ زه پټيدم اوس مي ورته ځان نر کړو نو دې رانه پټيږی ـ د ده نيت کې څه دی خبر نه يم زما خو دومره مطلب دې چه زان پرې پوهه کړم چې د ده ما پسې د ګرزيدو څه غرض دې

 نور

 مينه جرم دى.....لنډه کيسه::: رفيع الله روشن

دې خبرې په ټول کلي کې د لويو او وړو په فکرونوکې د يوې معما په شکل خطور پيل کړ،چې دلومړي ځل لپاره د يوه هلک او نجلۍ له خولې اورېدل شوي وو چې له يوبل سره مينه کوي د هر مجلس دمجلسي له خولې چې به خبره راوتله نوموضوع به يې کاملاً همدا نوې خبره وه، خوچابه په يوه ډول اوچابه په بل ډول کوله، هغه وخت کلي کې دمينې کلمه چا د پيسو په بدل کې هم نه شوه ويلى، ولې چې ددې کلمې ويونکى خو سوچه کافر بلل کېده

 نور دروغجن (ادبي ټوټه)....رفيع الله روشن

ورځ شپې ته دخداى پا مان وويل،تياره خوره شوه ،دځمکې په سر ټول موجودات يې ورته وسپارل ،ترڅو يې په خپله غېږه کې لکه ددې پشان خوښ او اسوده وساتي،ډېره ناوخته وه ،ټول ويده شول،يواځې زه د تورې او ارتې کېږدۍ په غېږه کې ستا له خيالونو سره ويښ پاتې وم،باور لرم ،چې ته به هم دمعمول پشان لکه دهرې شپې په خواږه خوب ويده شوې اوسې،مګر زه دې خپلو فکرونو ته يواځې پرې ايښى وم،ماستاله زورو خيالونوسره ډېرې خبرې وکړې ،هغوى به راته ستاپه مينه لماسره اقرار وکړ،يونيم قسم به يې هم يادوه چې ګنې ته لماسره واقعي مينه کوې

 نور

ځوانيمرګه ناوې ....لنډه کيسه :::: رفيع الله روشن

په خپله به يې خداى خبر چې لمونځ کړى وو کنه،پرهغې يې اواز وکړ ونجلۍ!پاڅېږه لمونځ دې وکړه ،هغو کوچنيوهلکانوته چاى تيارکړه چې ښوونځي ته به ځي.

نجلۍ په خپل ځاى کې اړخ بدل کړ،شخي يې ووېسته ،غاښونه يې وچيچل ،اوږده ساه يې واخسته،سترګې يې ومښلې په ځاى کې کېناسته،خوب يې لا په سترګوکې وو،سربه يې کله يوخوااوکله بل خواته کوږ شو،لکه ټېکې چې په کرونده کې په زهرو لړل شوي غنم خوړلي وي،لاس يې اوږود کړ،ټکرى يې راواخست په اوږدوخوجړو وېښتانويې ښور کړ،وېښته هم خداى دېته ورکړي وو،سم يوه ګېډۍ وو،يوځل يې په ناسته هم شخي ووېسته او پورته شوه،څوشېبې وروسته بيا کوټې ته ننوته،جاينماز يې را واخست لمونځ يې وکړ

نور 

بې وفا ملګرى

ټارزن (ځنګليي سړى) په يوه باغ كي پروت د اسمان خواته يې كتل، چېرته چي
مرغۍ الوتلې، بيزو چي پنكي د هغه له څنګه ناسته وه كيلې يې خوړې
ټارزن كېنوست د پنكي ته يې وكتل، وې خندل :
- ته خو هر وخت خوراك كوې، ته ولي نه چاغېږې؟
پنكي ځواب وركړ

نور

دَ شپږو بچو مور پلار

" توبه خدايا ! زما دې توبه شي" زۀ چې نن کور ته راننوتم نو زما په ليدو سره پلوشه په توبو شوه ـ ما تري تپوس اوکړو " خير خو دې ولې توبې اوباسي ـ چرته زلزله خو نه ده راغلې ؟ "
" زما مخکې شک وه ولې ما وې په پردو خبرو کې ګوتې وهل نه دي پکار "
" نو اوس دې ولې ګوتې په ښارښت شوې "

نور

مورته سګريټ اخلم رښتينی کيسه

د کابل نه د خوست په لوري راهي و، کله چې ګرديز ښار ته راورسيدو نو په موټر کې يو کس په موټروان ورغږ کړ ( وستاد يو ښه هوټل ته يې ودروه چې د غرمې ډوډۍ وخورو،) موټروان همداسې وکړل سورلي دموټرنه ښکته شول ، ما د هو ټل په برنډه کې لاسونه وينځل چې په يو ماشوم مې ورپام شو په بوتل کې يې سور رنګ اچولې او بيايې دنلکې نه اوبه پرې ورخوشې کړې ، بوتل ډک شو بيا د برنډې په يو کونج کې ورته کيناست دپاپړو يو پاکټ يې له څنګ جيبه راوسته او د اوبو سره يې د پآپړو خوړل شروع کړل ، ماشوم له رنګه ډير غمژن او خفه ښکاريده او د ځان سره يې يوه نيمه خبره هم کوله

نور زما يادونه

غوټۍ چې فرهادډېرپرې ګران وو او دومره يې زړه پرې بايللى وو،چې نه يې غوښتل بله نجلۍ ورسره خبرې هم وکړي.
يوه ورځ يې په ښوونځي کې د تفرېح پرمهال ورته وويل ګوره فرهاده! ته ښه په دې پوهېږې چې زه له تاسره ډېره مينه کوم،نويوه هيله درنه کوم چې له نورو نجونونه ځان وساته،له هغوى سره ډېرې ټوکې ټکالې مه کوه ډېر ورسره کېنه پاڅېږه مه،هغه ورته غوږ نيولى وو اودې ورته خبرې کولې.
چې خبرې يې خلاصې شوې هغه ورته وويل سمه ده زما ښايسته حورې! څنګه چې ته غواړې همداسې به کېږي

 
 
 

www.salgay.com V3 2012

Conctact پته :- Salgayweb@gmail.com