اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

اغلي زرلښت حفيظ

Monday February 01, 2010
لتا سره مينه لرم

          

هو مونږ ټول سره را ټوليداى  شو په زړونو کی يقين وکړئ  چې ژوند ډير ښايسته دى  په يو ټکی او هغه ټکی مينه ده دا ډيره خوږه کليمه ده په ټوله نړۍ کې ٠

خداې ج  خپلو بندګانو ته امر کړى چې يو د بل سره مينه وکړئ اوپه مينه او اتفاق ژوند وکړئ مينه په لاس لمس کيداې نه شي خو په زړونو کی زر حس کيداى شي خدای ج فرمايلئ دی چی لری کړی ټول بديانی دزړونونه خو يو څه ته په زړه کی ځاې ورکړئ او داسې ورته هرکلې ووايي لکه دلمر زرينې وړانګي او پسرلى چې خپل راتګ سره  طبيعت ا وژوند  ته ښکلاورکوي دا زړه ده چې مونږ ته د مينې لاره ښايي  او مونږ ته دا اجازه راکوي چی مينه حس کړو مينه زمونږ دژوند رهنما ده  مينه هغه څه ده چی مونږ ته د ژوند خواږه را په برخه کوي موږ مينه حس کولاى شو په ميوزيک کې ،رسامي کې،ليکلو او لوستلو کې، ، په حيواناتو کې ، او بلاخره په په مينه ناکو دوستانو مينه زمونږ ارمان دی مينه مونږ حس کولاى شو دژوند په ارمانونو کې دطبعيت په ښکلا ګانو کې  راځئ چې په دې سوچ وکړو چې نن مو څومره کسانو ته ويلي چی  تاسره مينه لرم تاسې يقين وکړئ چې مينه له مينې پيدا کيږي  او په مينه  مينه خوښوونکي کسان ښه پوهيږي او زر يي حس کولاى شي خو هغه څوک چې دمينې په قدرنه پوهيږي او يا دا چې پخپل زړه کی مينه نه لري نو بيا دبل  مينې ته هم ډير اهميت نه ورکوي ولو که هرڅومره ژوره مينه هم وي

خو دا په دې معنی نه ده چې زړه دمينې محتاج نه ده  هر زړه مينه غواړي او هر مغز دا حساس کوي او مينه ناکو خبرو اوريدو ته محتاج وي  د بخيل او زشت کسانو په زړونو کی تاسی کولاى شئ چې ځاله جوړ کړي صرف چې په رښتني توګه ورته دزړه د اخلاصه ووايي لتا سره مينه لرم مينه د ژوند لذت  ده مينه زمونږ د ژوند ارمان دى مونږه نشوکولاى  چې دا دوه شيان دژوند د ډګر نه لری وساتو بې له دې شيانو اوسيدل په معنی په ژوند کی مرګ ده  مينه د مور له غيږی شروع کيږي د مور او اولاد مينه بې ساري او حقيقي مينه ده په دو نيا کې لا داسې مينه نه ده  پيدا شوې   چې دمور دمينې ځاې ونيسي زړه او عقل دمينې پيچلې رشتې لري .

هو درنو لوستونکو:کله وه هغه وخت چی تاسې به  چا ته وويلی وي  زه لتا سره مينه لرم او بيا په دی يقين وکړئ چې دغه کليمه د هغه په زړه کی به داسې معنی ولري لکه دسهار دلمر هغه زرينی وړانګی چی دسهار په اول ګل کې دغرونو تر شاه  په طلايي رنګ را ښکاره شي او پر طبعيت خپل وزرې داسی وغوړوي چی هرڅه به لکه  لمر ګل په شان  په ورين تندې ورته هرکلې ووايي طبعيت مونږ ته ښودلې چې مين د مينې په قيمت ښه پوهيږي  خداى يو مينه ده  له خداې سره مينه وکړئ  بخښنه زده کړي  او دخلکو څخه بخښنه وغواړئ دالله (ج) رضايت د هغه د بندګانو د زړونو رضايت دى، که مونږ بخښنه و نکړو او دخلکو نه بخښنه ونه غواړو ځان مو په زحمت کی اچولې وي،  نو موړى بايد په دې پو شي  چې د انسان ژوند په نړۍ کی ډير لنډ دى  هر څه به پر ځاى وي مونږ به نه يو نو را ځئ  چې  هر هغه روا څه ته چی زمونږ د ژوند  ډګر پرې  ښکلې  کيږي لکه دوستي،صميميت، رښتينولي، او محبت ته هر کلې ووايو راځی چی يو بل  ته خپل زړونو کې په اخلاص  دمينې ور خلاص کړو او د ژوند دښکلا ګانو نه برخوردارشو او ژوند ته ووا يوچې له تا سره مينه لرم


 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information