اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلی سمیع الله خالد سهاک

Monday February 01, 2010
یــــــوه شـــــــپــــــــه

 
د هغی سر ټیټ وو. ژړل یی زه چی راغلم سترګی یی‏‎ ‎د څادر په څوکه پاکی کړی. او کوښښ
یی کاوه چی زه پری ‏ونه پوهیږم. خو‎ ‎ما لیدلی وه نو ځکه می وپوښتله
‏ " څه خبره ده؟ "‏
‏ دی ویل "هیڅ خبره نده. "‏
‏ زه چی نوی له کار نه کورته ستون شوی ووم ډوډی می هم نه وه خوړلی او وږی ووم ډیره
می ټینګه نه کړه پوه ‏شوم چی کومه خبره خو ده خو... خیر ده ما تری بیا پوښتنه می وکړه ‏
‏"څه مو پاخه کړی دی؟"‏
دی ویل " وریژی او سابه. "‏
ما ویل "ځه لږ څه راوړه چی وږی یم"‏
جګه شوه پخلنځی ته لاړه او په یو زوړ پلاستیکی غوری کی یی یو څه وریژی او یو څه سابه
چی د د وریژو په سر ‏یی اچولی وو راوړل ما هم چی دیر وږی وم په خوړلو شروع وکړه.
زه په خوړلو مشغول ووم چی بیا می د هغی ‏د پس پس اواز تر غوږو شو او ومی پوښتل ‏
‏"کومه خبره خو ده چی داسی ژاړی .... څه خبره ده "‏
ما فکر کاوه چی بیا یی په کور کی یی له چا سره جګره کړی ده. ددی لپاره می دا فکر په سر
کښی وګرځیده چی ‏هغی څو ځلی د پخلی او د کورنی نیمګرتیاوو او ستونزو په سر کور کښی
له نورو ښځو لکه زما خویندو، ورینداری ‏او کله هم زما له مور سره جګره کړی وه. ‏
بیا می و پوښتله "څه خبره ده.... ولی ژاړی"‏
ددی آواز لږ جګ شو، سر یی جګ کړ ما ورته وکتل ددی سترګی ډنډی ډنډی وی. ما ته یی
چی په امید واره ‏سترګو کتلی وویل
‏"مور می ناروِغه ده"‏
‎***‎
‏ ما چی څو دقیقی کیدی خوراک ته شروع کړی وه . اشتها می خرابه شوه او خوړل می بس
کړل. هغی ته می وکتل ‏او په آرامی می و پوښته
‏"نو څه خبره ده... هغه خو ډیر وخت وشو چی ناروغه ده. .."‏
‏ مور یی دا ځل ډیره ناروغه وه زه خو پوهیدم چی شاید کومه خبره شوی وی اما ځان می
چوپ ونیو او په ساده ګی ‏سره می وویل
‏"ټول ناروغیږو... صبا ته به ستاسو کور ته لاړ شوو... وبه یی ګورو"‏
هغی ددی خبری د اورید سره بیا په ژړا پیل وکړ او آواز یی هم لږ جګ شو. ‏
د هغی ژړا زیاته شوه "ما وپوښته نیمه شپه ده زه او ته اوس څه کولای شو؟" ‏
د هغی ژړا زیاته شوه په نور نو زه آرامه پاتی نه شوم او و می پوښته
‏" څه غواړی"‏
دي ویل " کور ته ځم چی مور می وګورم"‏
ما ویل "اوس خو نیمه شپه ده صبا ته به لاړ شوو."‏
دی ویل " نه پوهیږم چی تر صبا به څه وشی."‏
ما ویل "هیڅ خبره نه ده. صبا ته به بیا په آرامه لاړ شو."‏
همدا خبری مو کولی چی یو کلن ماشوم می چی له ډیره وخته ناروغ شانتی وو په خپه آواز
ژړا ته پیل وکړ.‏
مور یی په غیږ کښی ونیو او پیی یی ورکړی خو دی آرامه نه شو او ژړا ته یی دوام ورکړ. ما
له مور نه یی وپوښته ‏‏"دوا دی ورکړی. "‏
هغی ویل " هو"‏
ما ویل "نو ولی ژاړی"‏
دی ویل‎ ‎‏" نه پوهیږم شاید ځان به یی درد کوی.... تبه هم لری. "‏
ما ویل "آو ار اس دی ورکړ"‏
دی ویل" نه ... نن یی نس ښه وو. "‏
ژړا یی بس کړه او ماشوم یی په غیږ کښی ونیو. د یو څو دقیقو لپاره یی وښوراوو او ماشو م
ارام شو.‏

‏***‏
شپه نیمه شوی وه. زه نن ډیر مصروفه ووم لا تر اوسه هم ویده شوی نه ووم، اما خواښی می
هم له یاده نه وه وتی او ‏څو ځلی می د داکتر خبره په یاد شوه چی ویل یی
‏" هغه کورته بوځی ... زموږ له له لاسه څه ندی پوره ... دعا ورته وکړی. "‏
زه پوهیدم چی د هغی ناروغیتیا له دوا او درمل نه اووښتی ده. خوب می خو ورک شوی وو او
په همدا چورتونو ‏کښی ډوب ووم چی د دروازی آواز می تر غوږ شو. له ځایه جګ شوم د
کور انګر ته لاړم.‏
د دروازی له دیخوا می ويوښته " څوک یی" ‏
له هغی خوا می د خپل اوښي آواز تر غوږ شو چی ویل یی " زه یم دروازه وازه که"‏
ما چی د هغه آواز واورید زړه می ډک وکړ او پوه شوم چی کوم‎ ‎‏ خواشینوونکی خبر یی را
وړی دی.‏
‏ دروازه می وازه کړه. روغبړ می ورسره وکړ و می لیده چی سترګی یی له اوښکو ډکی وی.
ما ویل ‏
‏"راځه کورته" ‏
ده ویل "نه زه راغلم چی تاسو خبر کړم"‏
ما ویل "خیریت خودی"‏
دده خوله نه وازیده خو په ډیرزحمت سره یی خوله وازه کړه او ژړا سره یی وویل‏
‏ "مور می خپل ژوند تاسو ته وباخه"‏
زه ورته تینګ شوم چی کور ته راشه خو هغه راضی نه شو او بیرته کور ته لاړ. زه هم بیرته د خپلی کوتی لور ته ‏روان شو چی کله کوتی ته داخل شوم ښځه می ویښه وه. له ما یی وپوښتل
‏ " څوک وو" ‏
ما ویل "یو ګاوندی وو" ‏
څوک وو‎ ‎هغی غوڅی سره وویل " شاه ولی وو" ‏
شاه ولی چی د هغی د ورور دی. له هغی نه څلور پنځه کاله کوچنی او لا تر اوسه یی ښوونځی ندی خلاص کړی. د ‏غټ اورمیږ او پلن پلن لاسونو خاوند دی.‏
د هغی زړه و نه مانه او تینګه شوه چی څوک وو. شاید چا په غوږ کښی ویلی وو چی څه خبره ده. ما ځان چپ کړ او ‏څه می ونه ویل خو هغی اوس هم باور نه کاوه او بیا یی وپوښته " څوک وو"‏ ما نور څه ونه ویل خو دومره می وویل چی کالی دی بدل کړه چی پلار کره دی ځوو هغی چی د پلار د کور نوم واورید په ځمکه ولویده بیسده شوه او د ډیر وخت لپاره یی آواز
جګ نشو...‏




سمیع الله خالد سهاک ‏
کال‏۱۳۸۷د چنګاښ شپږمه 
وزیر محمد اکبر خان مینه
کابل، افغانستان

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information