اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

اغلي صفیه حلیم

Tuesday June 23, 2009

انتظار

      نن د هغې د زېږېدو ورځ وه او دا لومړۍ ځل و چې هغه په يوه پردي وطن کې پر دې ورځ يواځې وه. په لوېديځ کې د زېږېدو ډېر ښه چلن کوي. څوک چې خبرېږي مبارکي ورکوي. خو نن هغې ته د مبارکۍ ويلو هېڅوک نه وو.

هغې د خپل ژوند هاغه ټولې ورځې رايادې کړې چې د هغې د زېږېدو خوشحالي پرې کېده. هغه ډېره نازولې وه، د مور او پلار تر مرگو وروسته بۀ هم وروڼو خويندو د هغې کالېزه مانځله مېلمستيا به کېده، ډالۍ به يې ورکولې. خو نن پدې مسافرۍ کې هغې له هيچا هيله نه درلوده. په ټولوخواري راغلې وه. بيا هم وروڼو او خويندو ورته هل بېلو بېلو ځآيونو د مبارکۍ کارتونه رالېږلي وو او هغې په ډېره مينه دا کارتونه د خپلې کوټې په کړکۍ کې ايښي وو.

په دوى کې د هاغه چا کارت هم راغلى و چې د دې ژوند ورسره تړلى و د کارت پر يوه گوټ يوه جمله هم ليکلې وه (( زه به درته پدې ورځ ارو مرو تيلي فون کوم )) او له خوبه د پاڅېدوس ره هغې د دې ټيلي فون انتظار کاوه. نن عامه رخصتي هم وه او هغې سهار وختي د کور ټول کارونه پاى ته رسولي وو ځاى پاک و، جامې مينځلې، لوښي پر خپل خپل ځاى، څوک چې يوازې اوسي کارونه يې هم دورمه نه وي. وړه کټوۍ، لږه ډوډۍ، دوه لوښي، اسانه ژوند.

هغې يو کتاب راواخيست چې له ډېرې مودې يې د هغه لوستل غوښتل او ځان يې پرې بوخت کړ. خو د ټکو په مانا نه پوهېده فکر يې بل خوا و... پدې کې ناڅاپه د تيلي فون شرنگا شوه. کتاب يې په وارخطايۍ له لاسه پرېوت ... يبلې پښې يې ټيلي فون ته منډې کړې، زړه يې په درزېدو شو. خو دا هاغه غږ نه و چې دې غوښتو کوم شرکت ورته د ارزانو کړکيو د پېرودلو ست کړى و ... په ښو قسطونو.

هغه کړکۍ سره ودرېده او بهر د خلکو په ننداره شوه ماړه او خوشاله خلک... له خندا ډکې څېرې... بې پروا ځوانان.

هغې ولې انتظار کاوه؟ د څه له پاره؟ د دريو دقيقو د ټيليفون لپاره؟ خو دا درې دقيقې نن هغې په هره بيه غوښتلې په هر شان ... هو ... نن د هغې د زېږېدو ورځ وه.

هغې چاى جوړې کړې او بيا د ټيلي ويژن مخې ته کېناسته خو غږ يې ورو ساتلى و چې هسې نه د ټيليفون شرنگ وانه وري... خو د ټيلي وېژن په پرده هغې هېڅ نه ليدل... بس هسې دې تور ډبلي ته يې سترگې نيولې وې. کله نه کله به يې د کوټې له درشل هاخوا ټيليفون ته وکتل پيا به يې له ځآنه سره وخاندل ټيليفون چرته دى او ټيلي وېژن چرته )) دا به يې له ځانهس ره وويل او بيا به يې فلم ته پام واړاوه.

يو ساعت بل هم تېر شو اوس به د هغې په وطن کې مازيگر مهال وي. هغې پخپله ټيليفون نشو کولى په خوار وطن کې د خوارو خلکو سره به ټيليفون چرته وي؟ هغه بيا کړکۍ ته لاړه ... يو يو کارت بۀ يې را اوچتاوه پدوى ليکلي ټکي اوس ټول د هغې په حافظه کې ټول شوي وو. هاغه ټکي چې د ليکونکو نه بۀ هم هېر وو. هغې ټيلي وېژن مړ کړ او د خپلې خوښې د سندرو کېسټ يې ولگاوه څو شېبې يې پام بلې خوا ته شو... د ناشناس نه وروسته گلنار بېگم وه... بيا ټکر لگيا شو ... بيا قمرگلې د حمزه سندره ويله ... د کېسټ په پاى کې د اتڼ نغمه وه او د هغې پيل سره هغه له خپله ځايه پاڅېده اتڼ يې پيل کړ ... خپله کاليزه به پخپله لمانځي!

پدې وړوکې کوټۀ کې چې د هغې ټول کور و داتڼ لپاره دومره ځاى نه و خو هغه به د مېز له سره په تاوېدو شوه او د کوټې بل سر کې صوفې پورې بۀ ولاړه د اتڼ سازونه مست شول او ورسره د هغې لاسونه او پښې هم... چې ناببره ټيليفون هم را ژوندى شو هغې ژر ټېپ بند کړ ... ټوپ يې کړ او ټيليفون يې راواخيست څو شېبې وروسته چې يې خبرې خلاصې کړې نو هم هلته په درشل کې د ټيليفون جوخته په ځمکه کېناسته... داسې لکه چې ډېر اوږد مزل يې وهلى وي... ټيليفون د هغې د يوېهمکارې و د هغې موټر وران شوى و بله ورځ کار ته ناوخته راتله هغې نه يې غوښتي وو چې د دې د برخې کار هم په غاړه واخلي خو داسې چې مشر پرې خبر نه شي.

هغه تر دېره په درشل ناسته وه... د خپلې پښې گوتو ته يې کتل او د لاس په نوکونو يې ه دروازې کرښې راښکلې اوس هم ټيليفون ونشو نو بيا ... نه کېږي. زړه يې غوښتل چې خپلې نږدې ملگرې ته ټيليفون وکړي خو دې ملگرې سره به د هغې خبرې ډېرې اوږدې شوې واى او هغې نه غوښتل چې که څوک د لرې وطڼ نه ورته ټيليفون کوي نو مايوسه شي.

هغې کاغذ قلم راواخيستل او د يوه ليک په ليکلو يې پيل وکړ. ټولې خبرې د غم او خواشينۍ وې. هغې نه غوښټل چې په نن ورځ هم چا ته د خواشينۍ خبرې وليکي. ليکلې پاڼه يې وشکوله بيا يې رنگونه راواخيستل او د يو انځور په جوړولو بوخته شوه؛ خو دوه ساعت وروسته يې جو کړى انځور هم څيرې کړ.

اوس د هغې په وطن کې د شپې لس بجې وې او د هغې هيله په رژېدو شوه... غسل خانې ته ولاړه او د گرمو اوبو تر شاور لاندې يې خپلې ټولې هيلې او د ورځې ستومانۍ په اوبو لاهو کړې پخپله يې ځان ته تسلي هم ورکوله چې څه پېښه به شوې وي...کېداى شي غږ به تړاو نه لري... کېداى شي کوډ ترې غلط شوى وي... کېداى شي د ټيليفون په ليکه کې څه ورانى راغلى وي... کېداى شي... کېداى شي...

هغې د توليې سره ځان پاکولو چې پدې کې يې د تيليفون چغارى واورېدو ... خو تر څو چې هغه له غسل خانې راوتله د ټيليفون چغې هم بندې شوې وې. د هغې د زړه نه د درد يوه څړيکه را اوچته شوه. د ډېرې نهيلۍ او غصې نه يې خپل لامده وېښته په زوره زوره په توليې وچول څو شېپې تېرې وې چې د ټيليفون زنگ بيا وغږېدو. بلې خوا ته يو کمزورى غوندې غږ د ډېر لرې نه راتلو چې پېژندل يې گران وو. د هغې هيلې راتاندې شوې. ليکه ما ته شوه خو د هغې په مړه وجود کې بيا نوې ساه راوغړېده هغې ټيليفون راواخيست او په کوټه کې په صوفې کېناسته. ټيليفون چې بيا راوشرنگېدو نو هغې په رپېدونکو لاسونو غوږۍ راپورته کړه.

درې دقيقې وروسته چې هغې خبرې خلاصې کړې نو تر دېره وخته بيا هم هلته لکه د يو بت ناسته وه. دا ټيليفون د هغې ماما له سعودي عرب نه کړى و. د کوم چا په لاس يې د يو بل چا له پاره پيسې رالېږلې وې او له هغې نهي ې غوښتي وو چې ورته ويې رسوي. هغې له صوفې نه يوه نرمه گدۍ راواخيسته او په سوکونو يې ووهله. بئا يې د مېز ټول کتابونه په زمکه راوغورځول او چې غصه يې لږه سړه شوه نو هر څه يې بيا په مېز په ترتيب کېښودل. مېز چې سم شو نو له يوه ډبي نه يې غټ چاکلېټ راواخيست او هندارې ته ودرېده. ځآن ته يې د زېږېدو د ورځې مبارکي ويله جاکلېټ يې وخوړو. بيا هغې خپل غاښونه پاک کلړ. په ربړين بوتل کې يې تودې اوبه واړولې... پر کټ يې کېښود او او وروستى کار يې دا وکړ چې د ټيليفون مزى يې په پوره زور د نښلېدو له ځايه راجلا کړ.

بيا يې ژوره ساه واخيسته او پر کټ پرېوته او نرمې بړستنې يې يو لاس راويست او وروستۍ رڼا يې هم مړه کړه. اس هغې د هېڅ شي انتظار نه کاوه... خو ... څو شېبې وروسته په بالښت د هغې تړمې تړمې اوښکې په ورېدو شوې 
 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information