اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلی مختارلونګ

Tuesday March 09, 2010

ناکامه مينه

تاج ته خدای د دنګې ځوانۍ  سربيره ډير ښکلی غږ هم ور کړی و چې کله نا کله به يې د خپلوانو د خوښيو په محفلونو کې يوه نيمه سندره زمزمه کوله ، دا ځل هم داسې يو د واده مراسم  و چې د هوټل سالون د ښځينه او نارينه  و نه ډک و ، تاج د خپلې مينې له زوره سټيج ته و خوت او د سندرغاړو نه يې د يوې سندرې اجازه وغوښته .
تاج دا مقام او سروکی په داودي غږ کې زمزمه کړل

 
ستا له سپينه مخه ځار زما زړګی شه 
هم له تا نه سپيلنی او هم لوګی شه 
ستا په ژبه باندې هره ژبه خوند کا
خوږه ياره پيښوری يا اپريدی شته
زه خاطر دې نور خاطر کولای نه شم 
ای رقيبه که پوهيږي نو سړی شه 
**** ُُ

 
وه دا ستا لپاره مې راوړي زيړګلونه 
راوړوه څڼې 
راوړې مې ګلونه
 
په واده کې هرې پيغلې دا خيال درلود چې ګوندې تاج دا سندره زما لپاره وويله ،هرې يوې  له سندرې  د خوند اخيستلو کې دا ګمان کولو چې تاج به ماته په څڼو کې  د مينې ګل ټومبي . خو زرو د تاج همدې سندرې پر زړه وويشته او د مينې څړيکې يې په زړه کې و غځيدې . زرو به تل د تاج په خيال کې د ځان سره شعرونه ليکل او لوستل او کله کله به يې په داسې وخت کې هم زمزمه کول چې بل څوک به نه و ، خو د زرو په زړه کې دا څړيکې بندې پاتې نه شوې د تاج تر غوږو يې هم ځان ورسولې . د تاج په زړه کې هم زرو ته  ډير بې سرحده مينه وغوړيده ، د کلي ولس د دود دستور له مخې تاج ډيرې مرکې د زرو مور او پلار ته وليږلې خو دوي و نه منلي . د زرو  له تاجه په عمر کې يو څه کشره ښکاره کيده خو د مينې  پيټی يې د ډيرو مشرانو نه هم ستر و ، د زرو پلار د تاج د کورنۍ  تمه پرې کړه .
زرو د مينې په انګار کې وريته وريته شوه ، زرو د خپل پلار دپښتو شمله يې  نه شوه   ټيټولی همغه وه چې له خپلې ناکامې مينې نه لاس پر سر شوه


 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information