|
یاره زه خو پرې دومره شیدا شوی یم چې د ځلاوو
ځوانیمرګې ناوکۍ یې زما خیال د حیرت یوې داسې نړۍ
ورسره وړی دی چې زړه مې را ته وايي ژوندی یې ګړوت
او د خپلې مینې تږې ورشو پرې یو دم خړوبه ته
کړه.
ما دې هیڅوک نه ملامتوي چې ولې مې پرې دومره زړه
بایللی دی ځکه چې دې نازولي د رنګونو داسې نړۍ
د خپل ګلدان په رنګینه سیمه کې سپړلې ده چې د
ښکلاوو د لیلا وربل یې د پستو زلفو په رخسار باندې د خپلې
مستۍ نوې تماشه کوي. د ګلورینو زلفو د شال څنډو ته
یې د مینې داسې شملې اوبدلې دي چې په هره ګڼده کې
یې د محبت وریښمینو تارونو له یو بل څخه کلکه غیږه
تاو کړې ته به وایې چې د دوو مینو د وصال لمحې د
مینې په وریښمینه دنیا کې ګام ایښی دی.
ما ته یې د خپلو پاڼو د نازک بدن په هره څنډه د
عطرو داسې ګودرونه جوړ کړي دي چې د ښکلا ښاپیرۍ په
سرو منګولو او خماري جامونو ترې خپل کتار کتار منګي
ډکوي او زما د زړه تږو هیلو ته یې د عطرو له
وږمو او نوې روح سره یو ځای ژر ژر ورخالي کوي.
ما ته یې د ښایستونو داسې ډیوې بلې کړې دي چې په
ټوله فضا کې پرته له وړانګو څخه د بل موجود د لیدلو
توان نه لرم. هو! هغه ډیوې چې په هره وړانګه کې یې
د پلوشو زرین خروارونه ځای په ځای شوي او زما د
لیمو مخې ته یې ګرد تاووي.
ما ته یې د خپل بڼ رنګینه سیمه په داسې ښایستونو
پوښلې ده چې پرته له طراوت، خوښۍ او ګڼو هیلو څخه شی په سترګو نه
لیدل کیږي. نو ای لویه خدایه زما ګل راته همیشه تازه وساتی |