اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلی عبدالرحمان غضري

Monday January 11, 2010
يوسفراويوملګری

د۱۳۸۴کال دقوس نهمه نیټه وه په هم دغه ورځ زما له کابل څخه دسعودي عرب پلازمېنې ریاض ته فرواز و په ټیکس کې مې دفرواز وخت دماښام پنځه بجې لیکلی وو  .زه په څلوربجې دکابل نړیوال هوایې ډګرته ورسیدم هغه راسره دسفرسامان مې ترتلاشۍ تیر شودپاسپور ټ له کتوورسته دډګرسرحدي پلیسو اجازه راکړه چې انتظارخانې ته ولاړشم دانتظارخانې ترښیښو مې دهوایې ډګر رینوې خط ته کتل.

چې مات مات وو بیا مې په هوایې ډګرکې ولاړو هغو وړو وړو الوتکوته سترګې ورواوښتې ې سویو څیرو یې سړي ته هغه دجنګ وختونه ورپه زړه کول لیږ ځنډ ورسته علان وشو ګرانو مسافرو له کابل څخه ریاض ته روانه اریانا افغان الوتکه په څودقیقًو کې فرواز ته چمتو ده له تا سو څخه هیله کیږي خپل ځانونه الوتکې ته ورسوئ مسافر په بیړه دالوتکې په لور روان شو زه هم دخلکو په لیکه کې شوم چې دالوتکې وره ته ورنیزدې شوم هغلته مې ولیدل چې یوواربیا دسرحدي پلیسو له خوادخلکو پاسپورټونه کتل کیدل له ماڅخه مخته یې دوه کسه یوو لورته درولي وو چې زما پاسپورټ یې وکوت نو ماته یې هم امروکو چې له هغو دوکسانو سره ودریږم موږ درې واړ په دې پوهیدو چې زموږ ددریدو لامل زموږ پاکستاني پاسپورټونه دي چې دخلکو لیکې ختمې شوې نو دپلیسو امیر موږ له ځان سره دتفتیش خونې ته بوتلوهغلته یې له یوڅوپوښتنو ورسته یو په بل پسي بیرته الوتکې ته ورخوشي کړو چې الوتکې ته راستون شوم نو زما په هغه سیټ چې په ټیکس کې راته لیکلی وو یوه میرمن ناسته وه مناسیب مې ونه ګڼله چې هغې څخه وغواړم چې جګه شي اوزماکرسۍراته خوشیې کړي دالوتکي ورستۍبرخې ته ولاړم هغلته مې په ظاهیره

یوپنځوس کلن سړی ولیدچې په یوو دوه کسیزسیټ کې تنهاناست وو  هیله مې ترې وکړه چې دکرسۍیوه برخه ماته خوسیې کړي بیایې په خواکې  کینستم .لږځنډورسته الوتکه له زمکې څخه هواته پورته شوه  .سړي دالوتکې ترښیښه دکابل دښارخورې ورې منظرې ته کتل رښتیاهم  په هغه زیړمازدیګرکې پاس له الوتکې څخه دکابل دښارمنظره چې ډیره برخه یې  په لوګواودوړو کې پټه وه په لیدوارزیده . ترڅوچې الوتکې ځان دلوړې سطحې الوت ته رساو سړي څوځلې ماته په یووکاږه نظروکتل خوچې مابه وروکتل هغه به سترګې په بله واړولېا وس نو موږنیزدې پنځه څلویښت دقیقې مزل کړی و دالوتکې میلمه پالانو ډوډۍ اویوڅه نوردخوراک شیان راوړو

موږ په ډوډۍ خوړلوبوخت شو سړي لاهم هغسي وخت ناوخته په کږوسترګوراکتل  ،داځل چې هغه راکتل اوزماسترګې هغه ته ورواوښتې نو هغه دپخواپه څیرژرله ماڅخه سترګې واړولې  ،خودې الویزان خوځښت یې په لاس کې دپیپسي کولا ګلاس وخوځاو اوڅوغړپه پیپسي زماپه جاموراتوشوه ،هغه ژر ګلاس کیښود اودخپل څادرپه پیڅکه یې زمادجامودوچولوهڅه وکړه

خومایې لاس ونیو اوهیله مې ترې وکړه چې زه به یې وچ کړم  .داځل هغه ښه په ډاډه راته وکتل بیایې راته وویل غږدې ډیراشناراته ښکاریږي خو  تصویردې سم په ځای نه شم راوستای که خفه کیږې نه نو یوه پوښتنه درنه کوم

نوم دې څه دی او دسعودي عرب په کوم ځای کې ا  وسې ؟

ماویل په ساجرکې اونوم مې...

هغه راته مسکی شو ویل یې ښه ا وس مې وپیژندې غږمې دې له راډیوګانوڅخه اوریدلی و ښه شو چې درسره ومې لیدل  . لاروږده وه ماهم غوښت چې له هغه سره سفرپه خبرولنډکړم

 

هسي خودهغه عمرترپنځوس کاله ډیر نه و خوپه صورت ډیر ضعیفه مالومیده  . په زړه کې 


 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information