|
|
| |
بسم الله الرحمن
الرحيم |
|
|
ښاغلی عبدالرحمان
غضري |
Sunday January 31, 2010 |
|
ایچ ای وي |
|
مسکایې له شونډولیږدیدلې وه
سپیره مخ اوزیړې سترګې که مړي چرې بیاراژوندي
کیدای نوکټ مټ به دهغه په څیرښکاریدل خومړي له هغه نه ډیر ښه وو .
ځکه چې
مړي خویوځل مړه شي هغه خودکلیوالو خبرو او غوږ وهنو شیبه په شیبه
واژه .
هغه ملګري چې دهغه په ناسته
اوپاسه به نه مړیدل اوس یې له هغه سره سلام
علیک هم ګناه ګڼله ،کاش چې یواځي ملګری وای هغه خواوس دخپلې کورنۍ
غړیوته هم په
سپینوجامو تور داغ ښکارکیده.
عثمان له ژونده ستړی ښکاریده
هغه به ویل چې کاش په
هم هغه پیښه کې مړوای هو هغه به هم هغه تراپیکي پیښه یادوله په
کومه کې چې هغه سخت
ژوبلشوی وو دعثمان دا بدمرغی هم دهغې ورځې زیګنده وه.
عثمان په هغه سفرکې یواځي
وو څوک پیژندوی ورسره نوو دی هم دپیښې دنورو قربانیانوسره یوځای
لارویانو روغتون
ته رارسولی وو دنورو خوږمنوپه څیرله عثمان څخه هم ډیره وینه بهیدلې
وه د دې لپاره
چې ژوندی پاته شي عثمان ته دوینې سخت ضرورت وو که څه هم په روغتون
کې دوینې بانک
و خو دعثمان دوینې له ګروف سره سمه وینه یې نه درلوده.
ډاکټرله ډیرو خلکوڅخه
عثمان ته وینه وغوښته خوچامعذرت وغوښت او دچابیادوینې ګروف ورسره
سم نوو اوکله
چې دروغتون ویترنر دهغه روستي لاروي د وینې ګروف تشخیص کو نو په
خوشحالۍ یې ډاکټر
ته خبرورکړه چې دعثمان دوینې ګروف یې ومند ډاکټر هم دوینې به نورو
ماینو پسي ونه
ګرزیده شایې چې دابه د ډاکټر بې غوري وه اویابیاداچې ډاکټرته دوینې
له ماینوڅخه زیات
دعثمان ژوندارزښت منو ځکه چې عثمان هغه وخت ترژوند مرګ ته
ډیرورنیزدې وو . ډاکټرپه
ډیره بیړه لاروی دعثمان په خواکې څملاوودهغه له رګونویې وینه راکش
اودعثمان په
رګونوکې یې ورشیوه کړه کله چې دعثمان کورنۍ اوکلیوال په پیښه خبرشو
اوعثمان یې رک
روغ ولید نودخدای ج شکریې اداکو پلارخویې په شکرانه کې یوسیرلی هم
خیرات کړ .
خو کله چې څو ورځې وړاندي عثمان
یوډاکټرته دطبعي ماینو لپاره ورغی نوډاکټرپهډیره خواشینۍ ورته وویل
چې ستاپه وینه کې د ایچ ای وي واریس نښې موجودې دي . دې خبرې
دعثمان دونیابدله کړه دډاکټر دې خبرې که له یوي خوادعثمان په
سردغمونوغرپریست نوله بلي خوایې دعثمان کورنۍ اوکلیوال په شک کې
واچول . هغوۍ ټولوعثمان
ته دشک په نظرکتل . د دې په ځای چې له عثمان سره همدردې وښې برعکس
یې له هغه
څخه کرکه شروع کړه.
دعثمان په زړه کې به ډیر ځلې
هغه لاروي ته ښیرا راټوله شوه
چاچې ده ته وینه ورکړیې وه ،خو بیرته به پیښمانه شو ، او له ځان
سره به یې وویل
: ښایې چې هغه هم دکوم ډاکټر دبېغورۍ ښکاروي ښایې چې هغه لا اوس هم
په دې نه وی
خبرچې په ایچ ای وي اخته دی ښایې چې هغه ته هم یوه ورځ خلک دنفرت
په هغو سترګو وګوري
په کوموچې نن ماته کتل کیږي .
۲۰۰۶/۱/۳۱سعودي
عرب
په احترام عبدالرحمان غضري
|
|
|
|
|
|