ميړه يي وويل هغه ښايي ډير بوخت وي،
سكرترې په تريو تندې خبره ورغوڅه كړه : مونږ بايد
انتظار وكړو.
سړي وويل: ساعتونه انتظار؟
خو سكرترې نور دوۍ له پامه وغورځول، چي ګوندې دوۍ
به تنګ او په خپله مخه به بيرته رهي شي.خو نه ، هغوۍ ترهغې
انتظار وويست، چې سكرتره مجبوره شوه او د پوهنتون دمشر كوټې ته
يي سر ورښكاره كړ.
ښاغليه! دوه تنه نه پوهيږم چې څه غواړي، وايي چي
يوځل دريس صيب سره ګورو، دپوهنتون انګړاو دښه راغلاست كوټه يي په
خپلوشډلو او كليوالو كاليوو بې نظمه كړې، كه يوه دقيقه وخت
وركړې،ښايي ژر له دغه ځايه لاړشي!
ريس ديو سوړ اسويلي له ويستلو وروسته په نه زړه
دهوكې سر وخوځاوه.
ميړه او ميرمن دواړه د هارورډ پوهنتون د مشر مخې
ته كيناستل.
دريس په ټنډه كې ګونجې جوړى وې ، دهغوۍ خواته يي
په ډير غرور مخ وراواړوه.
ميرمن: ښاغلې ريس! زمونږ يوځوئ چي كلونه پخوا يي
په هارورډ پوهنتون كي زده كړه كوله په يوه ترافيكي حادثه كي مړ
شو، نو ما او زما ميړه پريكړه كړې چې دخپل ځوئ په نامه ددغه
پوهنتون په انګړكې يويادګاري څلې جوړ كړو، ځكه چي هغه له دغه
ځايه سره بې كچې مينه لرله.
ريس يوډول له قهره ډك ټكان وخوړ، وى ويل:
مونږ دغه كار ته هيڅكه اجازه نه وركوو، دا چي
دهارورډ هرزده كوونكې مړشي، او پرياد يي دلته څلې جوړشي، نو له
دغه ځايه به مړيستون(هديره) جوړه شي.
ميرمنې يي خبره ورغوڅه كړه: نه، نه، ښاغليه!
زمونږ موخه دا نه ده ، بلكه مونږ پريكړه كړې چي
دهارورډ پوهنتون لپاره به مونږ بل ځائ يوه ستره ودانۍ وركړو،او
په دغه ځاى كي به مونږ دخپل ځوئ پرياد څلې ودروو، ريس ددوئ خواته
سترګې ورواړولې، يوه شيبه يي ددوئ زړې، او سوليدلې جامې له نظره
تيره كړې، او بيا يي ورته وويل:
تاسو يواځې ددغې ودانۍ ديوالونه اخلۍ؟ تاسو
پوهيږۍ چي دلته مونږ اوه نيم مليون ډالر لګولي دي!