اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

اغلي زرلښت حفيظ

Friday July 03, 2009

زه چې کله مړه شومه

 

 که زه مړه شمه دوعاګانې کې مې پټ کړئ
دګلاب ګل په سره ګلپاڼو کې مې پټ کړئ
دا پرديس ژوند په غمونو کې شومه ستړی
خدايه داسی ارزوګانو کې مې پټ کړی
*************************
پام چې ونه ژاړې ځما پښتنې مورې
ته ځما ددوعا ځاي دسترګو تور يې
زمانه يم ربړولې ساه مې نه شته
ځما تيری خاطری ته به تل ګوری
**********************
دم قدم را باندې وايه صورتونه
دقران د پاکې کرښي اياتونه
ژړاګانو ته خداې زه وم پيدا کړاې
زما خوښ دي تلاوت او ډير نفلونه
*******************
زما قبر باندې وکرئ ګلونه
چې زه واورم دبلبلو اوازونه
زه ژړا دچا په سترګو ليداې نه شم
ماته مه راځې ژړاکې غمجن زړونه
*******************
زما قبر باندې جوړې ګل ميلې کړئ
پری را ټولې کليوالې پښتنې کړئ
ارمانونه مې دژوند ټول نيمه خوا وو
پری را جګې بيا دسولۍ څو سپين جنډۍ کړئ
**************************
زه تاجک يمه ازبک يمه افغان يم
پښتنه يمه يو پاک زړه مسلمان يم
ماته فرق د مسلمان په مينځ کې نشته
وطن دوسته مهربانه پاک وجدان يم
***********************
د حفيظ هريو ارمان سره جوړه ځئ
دخداې لار کې مسلمان سره جوړه ځئ
دغريب جونګړه اور اخستی خلکو
بی پو ښتنې مظلومان سره جوړه ځئ


 

June23,2007.

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
Copyright © 2009 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information