|
زه به راشم دخيالونو تاج محل ته
هرڅه سپارم به دخپل تندي ازل ته
دقفقاز دښاپيرو دحسن خياله
ستاديدن به کړمه ښکته دزړه تل ته
****
دګناه له ډاره مخ مې وو پټ کړې
مابه ويل چې جنتوکې سکون غواړم
خو دوزخ دبيلتانه ستي په اور کړم
اوس ګيلو ته دی يو نوې بدلون غواړم
****
دارمان غوټۍ ته نوې وسوسه شوم
دهتلر*دمينې خيال ته يو کيسه شوم
ما ويل چې منزلګاه به شم دمينې
خو بيځايه زه ورګډه په قافيله شوم
****
اوس دژوندارمان په وريځوکې پټ شوې
دبوډۍ ټال په شينکي اسمان کې نشته
دخيالو او ايمان ټال کې به ځنګيږم
سليمان د نګين ياد جهان کې نشته
****
نه مکې دموسی خان به راژوندې شي
نه به مينه مو شي خپله نه پردې شي
نه به ته د شاه جهان غوندی پاچاشئ
نه ممتاز به ستا شيرينه دځوانی شي
****
بس دژوندپه کګږليچونو کې ورک شوې
دزما ن نه افسانې به درته راوړم
دا ژوندون خو ديادونو امتحان دی
دژوندپاې نه څوکيسي به درته راوړم
****
که ژوندون راته تياروکې رڼا راکړي
ياعيسی راته مړجسم کې ساه راکړي
زه به بيادقفقاز غروکې ښاپيرې شم
ستاناکامو ارمانونو ته زولۍ شم
****
کشمالي او چمبيلي دننګرهارنه
ګلابونه ستا د مينې د بازار نه
دانار ګلان به ټول پلو کې ټول کړم
حفيظ رابه وړي مراد سخي دربارنه
|