اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

اغلي زرلښت حفيظ

Wednesday January 13, 2010

غزل

 


دلته دژوند دازمايښت هره څپه مې وژني

هلته مين دليونتوب په هرټپه مې وژني

 

خواره قسمته دژوندون چپود ډوبه کړمه

نصيبه ستادپرديسی هره لحظه مې وژني

 

داليونی زمانه  بيا رانه سندرې غواړي

دچايادونه دبيلتون په هرلمحه مې وژني

 

مينه دمينې دبلنۍ رمز خو داسې نه وي

چې پس دمرګه دديدن  په انديښنه مې وژنی

 

دتوروتوروغرونو ګل  دپسرلو په پلمه

ديوبی رنګه ګل دبوې په تلوسه مې وژني

 

نن بيا دچم دسوداګرو په بازار راغلمه

کم عقل شيخ چې دتسبح په هر دانه مې وژني

 

خدايه خبر يې چې  دزړونو سوداګر ه نه يم

داستامخلوق دتهمتو په بهانه مې وژني

 

حفيظه ستاسپيره قسمت ته هم حيرانه يمه

لکه ګني بندپه بندمات  دا زمانه مې وژني


 

 

 


 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information