اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

اغلي زرلښت حفيظ

Monday December 14, 2009

دسولې باچاخان خان غفارخان ته

 


د ننګونو قهرمانه  دپښتون د زړه ارمانه

  نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچاخانه

****

شملورپښتانه نن بياستاژوندون  لره ارمان کړي

ستادمينې پلويان هم غږ دسولې په جهان کړي

ته دسولې په ارمان وی قرباني شوې دوختونو

زولنۍ د شرنګولي  بنديوان دزندانونو

****

ازادي  ته يو ناره وې ارماني لاړی جها نه

نړيوال هم پرتا وياړي اې دسولې باچاخانه

****

ته دپوهی رڼا يي وې دژوندون په حرکت کې

ته دسرو زرونه پورته  با لاتر په هرقيمت کې

ته مشال وی په تياروکې دننګونوحقيقت کې

ته اوبه دجنګ لمبوته  ديوسولې سترقوت کې

*****

ستاهمت باندې زه وياړم حق دغواړم له جهانه

نړيوال هم پرتاوياړي اې  دسولې باچا خانه

****

عيسی رابه شي دونيا يوژوندبه درکړي  تاته

مسلمان کعبۍ ته لاړشه اواز پورته کړه دونياته

چې پښتون يم مسلمان يم  په جاروايم هرچاته

سوله غواړم په نړۍ کې  يم طوفان دجنګ بلاته

*****

ته دسولې بل ډيوه وې اې دمينې قهرمانه

نړيوال هم  پرتاوياړي اې دسولې باچاخانه

*****

زه يوه ښځه دټولنۍ اوس ارمان ستادژوندون کړم

دونياوال ته سوله غواړم نن کيسي ستادپرون کړم

لروبرو پښتنو يو شئ  دملي وحدت  ژوندون ته

ارواح  ښاددغفارخان به دزرلښتۍ په مضمون کړم

*****

سرراپورته کړه پښتونه  دپښتون دزړه ارمانه

نړيوال هم  پر تا وياړي اې د سولې باچاخانه

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information