اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 اغلي زرلښت حفيظ

Sunday February 14, 2010
دمينې ورځ کې دتصويرغوښتنه

 

داسې هم نـــه چې سترګې نلرم څه نه ګورمه
داسې هــــــــم نـــه چې زه کڼه يمه څه نه اورمه
داسې هم نه چې زما زړه ديوې ډبرې په شان
داسې هم نه چې يوکالبوت يمه څه نه وايمه
* * *
داسې هم نه چـــې کبرجنــــه يم مينـــــه نه پالمه
داسې هم نه چې  ته مې بدشی اوتانـــه غواړمه
داسې هم نه چې خپل قلم په ځنځيـــــرونو تړم
داسې هم نه چې خپل ارمان ته زولــــنې اچوم
* * *
زه هم انسانه يـــم حالاتوباندې ســــــاه اخلمه
زه هم دمينــــــــې نه الـــــهام ټوله مانــــااخلمه
زه هم شاعره يم احساس ته مې جذبــې لټوم
قلم ازادګــــرځــــوم نــــه چـــــــې زولنــې لټوم
* * *
خوپښتنـــــه يمـــــه پښتوته مې حيــــااخـــلمـــه
تل دميــــړانـــــې تـــــاريـــخونــــه خـامخا اخلمه
ځکه مې خوله باندې لاسونه ګدم څه نه وايمه
عجيبه مينــــــه چې يادونه يې  تنهــااخـــــلــــمه
* * *
زمــوږ کلچر زموږ دودونو راواجوته ګوره
ښځـــه ناموس ښځه حياده معقولو ته ګوره
دمـــــــــينــــې ورځ نلرم مينه زه پاللى نه شم
دمــينــــې ورځ کې مبارک درته ويلى نه شم
* * *
زه پښتنه حفيظ دمينې ورځ نمانځلى نه شم
زمــــاتـــصـــــويـــرزمــاحيا ده درکولاى نه شم
موږ پښتانه يوداخـــويــــونـــه نااشنا ونکړې
بس دومره وايم دتصويرغوښتنه بياونکړې
  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information