زما روح دی،زما زړګــــــــی دی،زما ځان دی جانان
په خدای قسم چې خورا ډیر راباندې ګران دی جانان
خواږه یادونه ئې د شپې په زړه کې رخه وکــــــــړي
د ورځې نه راځـي سپین ستوری د اسمان دی جانان
خاونده معاف مې کړې توبه چې ګناهګار نه شـــــمه
که وایم دین مې دی ،مذهب مې دی ،ایمان دی جانان
یو ګل خو نه دی پسرلــــی دی ټول وطن پرې ښکلی
په وچو للمـــــــــــــو راوریږي روڼ باران دی جانان
« ځــدراڼه » ښی سترګه مې رپي د څه زیری راوړي
ښکاري د کلــــــــي په کوڅو کې را راوان دی جانان