|
|
| |
بسم الله الرحمن
الرحيم |
|
|
ښاغلی سمیع
الله خالد سهاک |
Tuesday May 19, 2009 |
|
نیک ماشوم
دیو بی ماشوم پلار له زړه نه! |
|
|
یو هلک یوقهرمان غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
یو ښایسته یو مهربان غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
ښکلی ماشوم له ژړا ډک چی هر وخت لوبی کوی
یو بختور او یو نیک نام غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
چـی په لـیدویی خلک لـه کار لاس واخـلی
یو نازولی مینه ناک غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
چی خواریکښ وی او هر چا ته پاملرنه وظیفه و ګنی
یو معصوم یو بی ګناه غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
چی یی نوم هر کله اول راشی هر چا په خوله کښی
یو مخکښسپهسالار غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
چی یی صفت هر وخت له خلکو واورم زړه می ښاد شی
با تربیه او دیر هوښیار غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
چی احترام وکړی د مشرو او کشران خوشحال کی
یو محترم او عالی شان غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
له هوښیاری نه وی نامداره دی په ټول عالم کښی
د داوود ځوی وی سلیمان غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
چی رهبری د ټول عالم یی وی امید او آرزو د ژوندون
او شی پاد شاه د احمد شاه غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
چی یی ویاړنی تاریخونه ډک کی خلک وپاریی
له ویاړه ډک اوهم هوښیارغوندی هلک زما په زړه را ګرځی
چی شی"خالد" نوم یی همیش اوسی د خلکو په زړه
یو نارینه عالی انسان غوندی هلک زما په زړه را ګرځی
د زمری لسمه ۱۳۸۷ کال
وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل
سمیع الله خالد سهاک |
|
|
|
|
|