اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

پوهندوی دوکتور سید حسام مل 

Monday March 01, 2010

 هلمند وران شو
 

 د شنوسترګو په بمونو هلمند وران شو
سم اوغرپه وینو رنګ ټول قبرستان شو


د سرو وینو لښتی هر خواته بهیږی
مړی پروت دی یتیمان ټول په ګریان شو


د شهید د مړی غوښی خوری کارغانو
افغانی واکدار چوپړ د انګریزان شو


انګریزی لښکر غچ اخلی د خپل مړو
پینج پیره ملا جاسوس د فرنګیان شو


د طالب په نوم هغوی هلمندی وژنی
په وژلو یرغلګر ټول ستومان شو


نه د آسمان نه د ځمکی زړه یخیږی
آسمانی او ځمکنی ځواک ټول لیوان شو


کاڼی او بوټی د هلمند په اور سوځیږی
د کوچنیانو آواز پورته تر آسمان شو


څوک په غم کی دی نه سوځی هلمند یه
ټیکه دارو د اسلام نامسلمان شو


پوهندوی دوکتورسیدحسام (مل)

 

 

 

 

 

 

 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information