اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلی شفيع الله بابرزي

Monday June 29, 2009

د لونګو ميلې

 

 اوس د لونګو پسی غرو ته پيغلې ولې نه ځي
دسيال لپاره چناروته پيغلې ولې نه ځي
***
دبازارو دا لڼډۍ لڼډۍکوڅی
خدايه ړندې شولې د ښکلو پسی
دګودر غاړی د سيندونو ويالې
د بنګړو ډکو دوکانو ته پيغلې ولې نه ځي
***
سپيره ګردونه په منګي پراته دي
دګودرو کشمالي جل وهلي
د قدمو لاندې زړګي پاتې دي
واوره خو نه وري سبو ته پيلې ولې نه ځي
***
د خوشحالۍ په زړه کې دمه نشته
په رنجو توری ستر ګې بدې ښکاري
مبارکۍ ته د چا طمه نشته
د غرو لمنو زيارتو ته پيغلې ولې نه ځي
***
ښايسته ځوانانو به لوونه کول
د کلي انجنو به ګيډۍ ټولول
بابرزی  چابه اټنو نه کول
وخت د ګورګورو دي درو ته پيغلې ولې نه ځي

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
Copyright © 2009 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information