اړيکې
کور
News
Poems
Music
بسم الله الرحمن الرحيم
ښاغلي پير محمد کاروان
غزل
سترګې دې پرېږده چې شیندي ګلونه ډېر مې یادیږي دا ژوندي ګلونه ستا د کږو بڼو په شپول کښې را ګیر لکه اغزیو کښې قیدي ګلونه زه د جانان د در په کاڼو مین پرېږدئ چې ښکل کړم په تندي ګلونه په تورو څڼو کښې یې ډېر لګوه شته مې د زړه په مات کودي ګلونه کاروانه زه ورته حیران پاتې یم چې دا د چا د غزل دي ګلونه
::.