|
څه که
مخ يې پټ د ورځې په غبار دی
دا سړی
د سپينو ستوريو خريدار دی
په تسبو
او په امېل کې په کاريږي
په رباب
کې هم شرنګی کوي يو تار دی
نو بيا
ولې يې په تورو تيږو ولې ؟
د
روښانو ايينو تړلی بار دی
د
ګلڅانګو له پنجرو نه را وتلی
بس په
مثل د بلبلو د چغار دی
د
ژوندون شېبه شېبه يې مرغلره
پرې کوه
يې مه د چا دغاړې هار دی
سپوږمکۍ
يې هره شپه پر څانګو زانګي
مرغکۍ
پکې دمې کوي چنار دی
وږی نه
دی د شرابو د کبابو
ستا د
لپې په اوبو باندې خمار دی
ګنهګار
به وي منم خو دمرګ نه دی
چې مين
په سرينده يا په ستار دی
پرې مين
شه له آواز نه يې خوند واخله
لاروی
ګوره د زاڼو دکتار دی
د نسيم
په لاس يې و سپړه کاروانه
دی
ګلونه ،دی غوټۍ غوټۍ بهار دی
|