اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلی ناشناس

Tuesday May 19, 2009

غزل

           ماته هغه ماته دغه نه راځي

ساده سړۍ يمه پلمه نه راځي

د زړه په سترګو يې سيلونه كوم

د سر په سترګو كه هغه نه راځي

بس محبت زما روزګار دى خلكه

بغير له  دې  بله كيسه  نه  راځي

دهجرشپې په ژوند كې ډېرې راځي

چې راسره وي هغه شپه نه راځي

زړه ته مې ډيری زاريګاني وکړی

ستا له  محله  صبر ېده  نه  راځي

توبې مې ښې ډېرې بېګا ووېستې

ستا له يارې نه هېڅ توبه نه راځي

ته خو مې ډېر شړې خو زه كله ځم

مَېن زړګى مې راسره نه راځي

ناشناس زړه دمينې ښکارشوخلکو

خو د هغې پری  عقيده نه راځي

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information