|
|
| |
بسم الله الرحمن
الرحيم |
|
|
ښاغلی
محمدعلی عمری |
Tuesday January 19, 2010 |
|
څلوريځه |
|
څلوريځه
كه له حسنه دې خلاف وي خپل
ازل
مه نازيږه دسرو زرو په چارګل
ماليدلي دي تاند زړونه تړل شوي
دازل دفاملرنې په اوربل
څلوريځه
ناببره چي پر سم شي پوروړئ
ورڅرګند شي ځان هغه وخت لكه مړئ
دې ميدان كي دحساب او كتاب يويو
وي سپين سترګئ شرم خداي نه وي وركړئ
څلوريځه
هغه وخت سړئ غوزار شي تر ګړنګ
چي هينداره يې دزړه ونيسي زنګ
داهينداره دايمان په نور ځليږي
پكي ښكاري پكي ښكاري هر يو رنګ
څلوريځه
په دنيا كي تر هرڅه ده زوروره
ډير پردي زړونه ورخپل كا ښه خبره
كه ابليس ځان رسوي دژبې سرته
مخنيوي له يې پكار دتوحيد زغره
په درناوي
محمدعلي عمري
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
|
|
|
|
|
|