|
|
| |
بسم الله الرحمن
الرحيم |
|
|
ښاغلی
محمدعلی عمری
|
Wednesday January 20, 2010 |
|
غزل |
|
درتـــــــه پر لار توره بــــــلا ده ګوره خيال به كوې
يو ستر بيلتون زمـــــا او ستا ده ګوره خيال به كوې
كله چي ستــا دزنې خــــــــــــال درتخنوم هغه وخت
زه يم بـــا چا باچهي زمــــــــا ده ګوره خيال به كوې
چي ستا په سترګو كي دحسن يو ستر رول لـــــوبوي
هغه خو ستا ننګ او حـــــياده ګوره خيال بــــه كوې
زه لـــــــــــه غزلې نـــــــه تعويذ درجوړوم وائې خله
وخت شو نا تر سه وخت دغلا ده ګوره خيال به كوې
عمري نن لا دځوانۍ پــــــــــر او ږو سپور خو سبا
وخت ئې عبث لــــــــكه بوډا ده ګوره خيال به كوې
|
|
|
|
|
|