ښكلې ځواني
په هرزمان لمبه لمبه كړي سړي
وي دكابــــــــل كه دايران لمبه لمبه كړي سړي
زړونه به
خود وړي په ولجه كي داسي ډيرشوي دي
خال دتندي پر سپين ميدان لمبه لمبه كړي سړي
دتربيې غم
چي يې مور او پلار خوړلي نه وي
هغه بې لارې ماشومان لمبه لمبه كړي سړي
راته په
خوب كښې دلستوڼي تورمار داسي ويل
كاشكي داټول پښتونستان لمبه لمبه كړي سړي
چي يې دبدو
په بدل كې ورواده غوندي كړي
دهغې پېغلې ړوند ګذران لمبه لمبه كړي سړي
يواځې علم
عمري سپېڅلې لار د هـــــــــــدف
دي نوري لاري دشېطان لمبه لمبه كړي سړي