اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلی   محمد یوسف خدمتګار

Monday January 18, 2010

یادونه

 

چی دی سپین مخ تورو زلفو کي ښکاره شي

لکه شپه چئ په سپو ږۍ باندی خپره شي

غرڅنۍ سترګئ باڼه دی غشي ولي

دنړۍ خوبان یی ټول په ننداره شي

دښکلا ګلونه مخ په پاڼو پټ کړي

پښتانه حسن ته ګوري بیچاره شي

له سرو شونډو نه دئ مۍ دناز څڅیږي

جام په لاس ورته رندان  آ ر ه  آ ر ه  شي

چئ پلو ستا دپښتون پړوني  ویني

دنړۍ شالونه خوشئ مسخره شي

سر او ځان مې له تا  ځار شه پښتون عشقه

خو چې وخاندئ اغیار ته زړه پاره  شي

زه به څنګه دبل مخ سترګو ته ګورم

ستا چې  مل خواږه یادونه منظره شي

خدمتګاربه دې اخر دغاړې هار شي

درقیب به راښکاره اصلي  څیره شي

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې   
 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information