اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 
ښاغلي ميامحمد حسين خيل  Monday March 01, 2010

سروبي ته ځوو

راځه چي دواړه سروبي ته ځوو
ياقوت به ترينه راوړو جګدلي ته ځوو

لاړبه شو وکي ته دانارو منطقي   ته
دکابل دسيند په غاړه به نغلو ته ځوو

ورځ به تيره کړو په شنو شنو باغو کي
مازديګر به دوريښمو تنګي ته ځوو

ګرځووبه دکابل دسيند په غاړه غاړه
دلته بند په لار به جړوبي ته  ځوو

ددانه ګي په چينه راټولي دي کوچياني
راځه چي دکوچيانوکيږدي ته ځوو

راځه چي راټولي کړو توري موماڼي
دشيريني اومومن خان کلي ته ځوو

يخه اوزيږه هوا داوزبين ده
سباسهاربه زيارت دشينکي ته ځوو

دسروبي چکرچي خلاص شووميامحمد بشرياره
بله ورځ به حصارک غلجائي ته ځوو

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information