|
|
| |
بسم الله الرحمن
الرحيم |
|
|
ښاغلي ميامحمد حسين خيل |
Saturday March 06, 2010 |
|
اوبوته مي ژړلي |
|
دسيند
په غاړه ناست وم اوبوته مي ژړلي
پاس دوني څانګه کي بلبل هم ژړلي
ماويل ماته ئي وژلي معشوقه ده ته ولي ژاړي
بلبل ويل زما معشوقه کوم ظالم انسان ويشتلي
دواړو دزړه خواله سره کولو غلي غلي
تړمي اوښکي په ګريوان زمونږ راتللي
پورته سر ما هي کړو په ژړا شوو
ما داستاسو دواړو خواله دي اوريدلي
راغلي يوظالم انسان دجال سره جوړه ئي زما وړي
ما ته پاتي شوي مي بچيان دي نا زولي
سمدلاسه وني داوښکو جوړ باران کړو
راغي يوظالم انسان زمائي شني څانګي وشکولي
انسان ته خداي ورکړي کرامت انساني دي
هغه انسان به څه کړي چي هرڅوک ئي ژړه ولي
مظلوم ګوره چي په يوقطارکي ناست دي
سره خطونه ئي دظالم اودمظلوم ترمنځ ايستلي
چاکړيدي ظلمونه په چاشويدي ظلمونه
دظالم دلاسه مظلومان دي هروخت کړيدلي
اي مظلومه ستا پوښتنه به څوک وکړي
اوس ځاي نه شته دپوښتني ما اوريدلي
په نوم دموکراسي ده هرظالم ټوپک په لاس دي
حق چي چا ويلي هغه ئي پدي روغ ټنډه ويشتلي
پرون چي څوک ظالم وه نن هم هغه ظالمان دي
ميا محمد بشرياره دلته ظالمانوډيرخلک زوره ولي
|
|
|
|
|
|