اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 ښاغلي ميامحمد حسين خيل

Tuesday March 09, 2010

تڼاکو لاسو

 مزدوره ستا په تڼاکو لاسو مي قسم
ستا په چاودو چاودو پښومي قسم

څومره ستړي ستړي کار کوي
ته دبل چا دپاره زيار کوي

ګټلي تا مزدوره خوړلي بل ده
خولي داستا توي شوي ګټلي بل ده

ترڅوبه داظلم اوزياتي وي په تا
ترڅوبه داظلم او تيري وي په تا

نه دي پلار غل وه نه تا غلا وکړه
هغوي چي غلاوکړه ډيره ئي بلا وکړه

اوس سرمائي لري ډکي ذخيري لري
اوس نوي ماډل موټري اوکار خاني لري

اوس غټ غټ باداران ګرځي
زما اوستا په شان ئي مزدوران ګرځي

ملا اوملک ئي په فرمان ګرځي
لويوجرګوکي قدر دان ګرځي

کمال ئي داوه چي لوي غل وه
دخوار اوغريب دپاره لوي اجل وه

نه په قصه ددوزخ اونه جنت کي ده
نه دمور اوپلار په نصيحت کي ده

نه دحکمران مني نه دقران مني
په پيسو مست دي دخپل ځان مني

مزدوره فرياد دي تراسمان پورته شوو
ترملائکو اوکهکشان پورته شوو

اخر به ستا په اه دونيا شي ګډه وډه
دتانه به ستوماني پاتي شي دخان نه ګټه وټه

مزدوره دمزدور په حال وژاړه
ميامحمد بشرياره في الحال وژاړه

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information