اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلي ميامحمد حسين خيل

Wednesday January 20, 2010

شيرپور يا شير چور

 

راغله بدما شان  دښکرونو سره

چورئي کړو شير پور دکورونوسره

 

جوړ ئي پکي لوړ لوړ تعميرونه کړو

اباد ئي دظلم لوړ کورونه کړو

بدنام ئي کړو ځانونه دتاريخونو سره

چور ئي کړو شير پور دکو رو نو سره

 

ظا هر سپين سپيڅلي ښکاري

په باطن کي تور ماران دي

اوږدي تسبيح ګرځوي دمسواکونوسره

چور ئي کړو شير پور دکورونو سره

 

ګرځي فجروکي اوسيږي ښکلي کوروکي

مقرردي لوړولوړو دفتروکي

غټ سپي ئي ساتلي ګرځي دډاډ سنوسره

چور ئي کړو شير پور دکورونو سر ه

 

نه دچا ډاريږي نه دچا شرميږي

ټول يوځاي سره اوسيږي

تل ميلي کوي دکشفي ارګانونودامرينوسره

چورئي کړو شيرپور دکورونو سره

 

داقصه به په مابين زما اوتاکي وي

ديونسل نه بل نسل ته به پاتي وي

تل به ياديږي دتورو تاريخونوسره

چورئي کړوشيرپوردکورونوسره

 

مکوه پروا دچا ميا محمد بشرياره

وغنده خاين ولاړ اوسه په لويه لاره

ليکه شعرونه دمستندوتاريخونوسره

چورئي کړوشيرپوردکورونو سره


 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information