اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ميامحمد حسين خيل

Monday June 29, 2009

دخپلواکې ليلا ته

 

زما د ژوند دارمانو ښاپيرۍ

زما دهيلواو او ارزو ښاپيرۍ
چې زولنۍ د اسارت نه غواړې
ای د پښتون د ار مانو ښاپيرۍ
ستا دښکلا ځواني سندره وايې
زما د  خوارو ولسو ښاپيرۍ
ځولې کې خير د زړګي مينه راکړه
د ورکې سولې د راتلو ښاپيرۍ
زړه مې کچکول درته سوالونه کوي
ديدن د مينې په لمبو ښاپيرۍ
دغرو لمنو نه مې ګل راوړی
مسته کوچۍ شه د ګيږدو ښاپيرۍ
د ازادې ليلا سندره به شم
قدم دې کيږده په ليمو ښاپيرۍ
دګلو فرش باندی قدم را واخله
پلو دی پورته کړه په تلو ښاپيرۍ
ملنګ د مينې د خيرونه غواړي
دوطن عشق کې په نغمو ښاپيرۍ
مونږ اسارت کله منلې نه دی
ای د ملالې د  نغمو ښاپيرۍ
شلمه ور بيا په جرګو کور جوړوي
دپښتو باب ته نوې شور جوړوي
پکې رابولي څنور پښتانه
هغه  د مينې زړه ور پښتانه
غواړي د مينې اټنونه جوړ کړي
جرګۍ د سولې دخيرونه جوړ کړي
تابه يو ټيک کړي پښتنو پيغلو ته
نجنونې به بيا خپل اوربلونه جوړ کړي
شپيلې دمينې درته زه غږوم
کوچي ځوانان به اټنونه جوړ کړي
تابه ټپه کړو د سندرو مينځ کې
دخپلواکې ليلا دغرونو مينځ کې
افغانستان ته ازادي به راوړو
ستا د زړګي پوره ښادي به راوړو
زه حسين خيل د زړګي راز به دی شم
د نوی ژوند ښکلې اغاز به دی ش

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
Copyright © 2009 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information