اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلی مختارلونګ

Sunday January 31, 2010

 ښاپیرۍ

 مانه خفه شوې د ګلونو ښاپیرۍ

ربه خفه مکړې د شعرونو ښاپیرۍ


 

وچ مې شول د سترګو واړه واړه ډنډونه

اوښکې مې بهیږي له دردونو ښاپیر

 

 

ته که راشې لولم به دې بیا په ترنم

زړه کې مې دننه ایاتونو ښاپیرۍ

 

بیا یې را خړوب کړه دا د زړه مې شاړه دښته

را ووریږه ډیره رحمتونو ښاپیرۍ

 

اوسیږي مې په زړه کې یو څوک لکه د درد

ته یې هغه ته یې د وزنونو ښاپیرۍ

 

را وله را باندې شین سپرلی د غزلونو

واه مې کړه  غوټۍ د غزلونو ښاپیرۍ

 

ووایه  څه ښکلي په نوم د جانان ووایه

را ووځه ته نوره له رمزونو ښاپیرۍ

 

ته را نه خفه شې نو خفه رانه نړۍ شي

 مړ به دې لونګ شی له غمونو ښاپیرۍ 

 


 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information