له مستى نه
کله تم شى
کله شړک يوه څپيړه په مخ ورکړى
کله ورو يى په رخسار گوتى راکاږى
لکه مست د نغمو راگ کى
يو سندرى جوړونکى
چى کوم راگ ترى
نه خطا شى
خپل تندى ورو پرى راتريو کړى
کله مست شى له هر تال سره بى دريغه
لاس اوچت کړى تر آسمانه
کله سترگو
کى ډنډ
اوښکى
لکه پريوزى چى شبنم د گًل په پاڼو
کله تنها لکه غاټول پروت د سحرا سړه سينه کى
کله ناست سر په ځنگون د چا په ياد کى
کله آه د بيلتانه له خولى نه راشى
کله اوښکى د بيلتون په باړخو څاڅى
کله خيال کى يى د وصل شپه صبا شى
او سپيڅلى شکرانه سجدى اداً کړى
کله درد د بيلتانه کى
رب ته دومره ور نږدى شى
چى له سترګو يى بي دريغه اوښکى څاڅى
او د زړه په هره سا کى يى
يو رب وى يو جانان وى
يو يى خپل ښکلى آرمان وى
هغه هر څه ټول قربان
د پاکى مينى