|
ورځې
به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
ورځ باران به اوري
رانه آرمان شي پاتې
لاړبه کاروان کې لاړشم
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
هغه دوينوخونړۍ ورځ به وي
هلته به غم وي بېړنۍ ورځ به وي
ډېرې به اوښکې شي گرېوان ته لاړې
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
زماپه مرگ به نړۍ ټوله ژاړي
دافغانانوکلى کوربه ژاړي
وي به يودوه خومگرنوربه ژاړي
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
تاسوخدمت کې تم وم
ورورموباران ورېژېد
ځکه نړۍ فاني ده
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
وي به سېلۍ ورځ دبادونوبه وي
شي به باران اوښکورودونه به وي
وي به ياران يادديادونوبه وي
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
خلک به ټول خبرشي
خووخت به ډېرتېرنه شي
چې زماديادبېړۍ به ډوبه وي نور
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
نوربه نړۍ کې زه ياران نه لرم
نوربه زه نوم دوهم باران نه لرم
نوربه ژوندى بهيرکاروان نه لرم
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
رانه به ژوندکې ژوندآرمان پاتې شي
رانه به هيلې رانه کارپاتې شي
رانه به کورشي رانه قام پاتې شي
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
لاس موتل پورته غواړم
دخداي ولورته غواړم
چې ډېرخوبدڅوک نه وو
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
کابل تعليمي اوتربيتي راديوتلوېزيون دراديوڅانگه ديکشنبې ورځ
دماذديگردرې نيمې بجې دغبرگولي جوزاشلمه، ١٣٨٦ لمريزکال
|