|

زه دمعلم دخـــولې خبرې غواړم
ښې يې پستې لکه شکرې غواړم
چې راته وښـــايي ښه لاردژوندون
زه له هغــــه ســــره اتــــــــرې غواړم
دمعارف څراغ پـــه لاس چې ګرځي
دتوروشپوغمازترې لرې غواړم
چې
ښه اوبدپه سبقه رازده کړي
دسباوون کوترې سپينې غواړم
تيارې رڼاکړي،ناداني ورکه کړي
داروڼ څراغ زه دټولنې غواړم
چې ټول روان شي دعرفان په لوري
ښکلي بنياد همداسې سترې غواړم
چې ښاديې ياد کړي،ښاد يې يادونمانځې
ټولوته وس اوعقيدې ټولې سپېڅلې غواړم
|