اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ښاغلی پروفيسور عبدالکريم محب

Tuesday April 14, 2009

دغرب کلتور

دغرب دخلکو هم کلتور او هم وجدان بدل شو
لاره يې بيله شو ه مزل ته يې کاروان بدل شو

ددوی تهذيب کې هوسونه شو غالب پر اخلاق
معنا بدله دسيرت او دژوند شان بدل شو

تعريف بدل دازادی شو ازادي بله شوه
ددازادۍ سره تعريف دسود او زيان بدل شو

هر څوک ازاد دی هر عمل کې هر عمل دی ازاد
دبې قيدی په عادتوباندې انسان بدل شو

هدف دې ورک منزل مجهول غايه بدله ښکاري
ټول تعريفونه بدل شوي دي زمان بدل شو

نوې دودونه دي راوړي خصلتونه نوی
دونيا بدله شوه تصميم بدل وجدان بدل شو

جنايتونه هره ورځ شي د عرفان سيوری کې
دمعرفت غايه بدله شوه عرفان بدل شو

ساينس او پوهنه استخدام شي استعمار دبل ته
دعلم لاره شوه بدله دبستان بدل شو

دماديت مينې له مينې نه محروم کړ انسان
کوشش دهر چا شو بدل دهرچا ځان بدل شو

عفت حيا په ازادۍ باندې بنديز ګڼي دوی
د صفتونو هم تعريف او هم بيان بدل شو

بې قيدي ټوله ارمغان دتمدن ياديږي
دتمدن هويت بدل شو ارمغان بدل شو

دمحب هيله ده چې وښيی هدف داخلاق
هر يو غزل کې يې موضوع او هم عنوان بدل شو

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information