مرغۍ په ماباندي هم
لکه دتاښکاري ماشه کش کړیې
ته خوله درد څخه جورلیږې ځان له
زمکې
ولې
دسترګوغولي کې دې
مرغۍ ارزودژوندانه راټوله
زه دې په زړه باندي پوهیږم مرغۍ
چې دشیرینې ساوداع ته ژاړې
زه دې دکسیوپه هنداروکې
تصویروینمه
د دنګې ونې په وچ خاښ کې
ستادځالې
تصویر
دهغودوسرو مرغکیوتصویر
چې لایې بڼې په وجودراټوکیدلې
نه دي
د هغو دو سرومرغکیوتصویر
چې تاد دوۍ په خاطر
دلته زموږپه دې خونی ورشوکې
دڅودانوپه لټه
خپل خوږوزروبایلود
دهغو دو سرومرغکیوتصویر
چې لا یزدان دالوتلوتوان ورکړی
نه دی
زه لادرپوهیږم مرغۍ
چې ستاورستی ارمان
نامراده ارمان
بس هم دغومره
وو
چې څوورځې مهلت دې غوښتو
مرغۍ زه ښه پوهیږم
چې لایوځل له خپله مات وزرنه
په دې فضاءکې الوتنه غواړې
زه درپوهیږم خپلې ځالې ته ځې
مرغۍ زه ښه پوهیږم
چې هغه سره هغه ګونګي مرغکیان
ستادورتلوستومانه لارې څاري
خو
خومرغۍ نوردالوتلونه یې
زه خو داستاپه دردپوهیږم مرغۍ
خوته زماپه درد ونه پوهیدې
زماله سترګونه تصویردجانان کډه
کړیې
زه مې دروح ویداته نه ژړیږم
زه دخپل ژوند په بیه
د دې زخمي ماحول دوینوفوارې
بندوم
مرغۍ زما ارزو یواځې خپله ځاله
نه ده
زه مې یواځي
خپلوګونګوګولالوبچوته
له ویره ډکې ساندې نه وایمه
زماارزوده چې دتل لپاره
ددې وحشي ښکاري له ګوتونه ماشه
وخیږي
ترڅوزموږاوستاسوټولې ځالې
د تورټوپک له خولې خوندي
پاته شي
کشکي زه
داسي یو څوک وای
چې په ستوریو مې لاس بروای
ګرزیدای ګوته په ګوته
ټول اسمان مې وای چاڼ کړی
چې ترټولو ښایسته وای
چې ښکلاوای پرې تمامه
هغه ستوری مې راخستی
په منګل کې دبڼووای
چې راوړی مې وای دلته
غږیدلی په پښتو وای