اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 

ښاغلي عبدالرحمان غضري

Sunday January 31, 2010

 غزل 

 

بس وژاړم چې وژاړي سینه کې راته زړه

ستاهرلوظ تکرارکړي په ګیله کې راته زړه

 

ګړۍ نیمه خپل زړه ته دماشوم غوندي حیران شم

چې وښیې ستاعکس په آینه کې راته زړه

 

ایمان مې ورستی وغوښت ته لمړی وې که باورکړې

څواوره دې نوم واخیست په کعبه کې راته زړه

 

وعظه اوس مې پریږده درنه ځم ناوخته کیږي

شیندلی مې جانان په میقده کې راته زړه

 

وعده یې دسباتش بهانه وه درنه ولاړه

چف غلي غوندوویل اندیښنه کې راته زړه

 

ملګروزماخیالونه ځکه دومره سندریزدي

ګنډلی یوې خوږې نجلۍ ټپه کې راته  زړه

 

ویل یې غضري ستاپه تصویر یې کړمه غلی

چې وژاړي کرارپه نیمه شپه کې راته زړه


 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information