اړيکې

ټنګ ټکور شعر اسلام

کور

 
 

News

Poems

Music

Gallery Contact Us
 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ليږونکې زحل  سحر

Sunday January 24, 2010
ګلاب منګل هلمند چور کړ

وليد

دلته کار اهل کار ته نه دی سپارل  سوی . وفا داره او مخلص خلک د ولس پر سر نه دی واکمن .

اداري فساد ، اختلاص ، رشوت ، او غلا اوس خپل اوج ته رسيدلي ، دا د ټولني سخت  تباه کونکي عناصر دي .

مخکي هم دا کارونه په هلمند کي روان وه ، خو دونه په سپينه او رڼه ورځ نه وه .

نو چي د هلمند ولايت چوکي کلاب منګل د سيمه ايزو ارګانونو د ادارې د رئيس جيلاني پوپل څخه په یو ميليون ډالره رانيولې ده ، نو داسي حالات به روان وي ، دا يوه سوداګري ده .

هلته چارواکي پر ولس تپل سوي وه او دي ، زما د ولس غم د چا سره سته ؟ .

د هلمند والي ګلاب منګل په ښکاره ډول غواړي ددغه ولايت بېګناه وګړي قتل سي ، دوئ تل پر بهرنيو ځواکونو فشار واردوي چي د خلکو پر کورونو د شپې له پلوه چاپې ووهي  ، او کله چي په دغو يرغلونو کي ولسي خلک قتل سي  ، مخکي له دې چي بهرنيان څه ووايې نو دوئ هغه ژورناليستانو ته چي رانيولي يې دي وايې دا شورشيان او مخالين دي .

 ګلاب منګل د هلمند ولايت ګڼو خبريالانو ته اونيز معاشونه ټاکلي دي ، برسېره پر دې په کابل کي يې افغان ادبي بهير ته هم (۱۵۰۰۰) ډالره ورکړي تر څو د منګل په ستاينه خبرونه او مطالب خپاره کړي ، په ادبي بهير کي هم د هلمندي ولس پر سر باز محمد عابد سوداګري پيل کړې ده ، موږ د بهير شاعرانو ته درناوی لرو ، مګر د هغو حقايقو راپورته کول خو زموږ فریضه ده چي هغه د هلمندي ولس د وينو سره تړاو لري ، نو دا خو يو ستر ظلم دی .

منګل هلته په هلمند کي غلاوي کوي ، دلته شاعران او ژورناليستانو ته پيسې ورکوي ، موږ واقعا فرهنګپالو ته درناوی لرو ، خو دغه مرسته چي ګلاب ددوئ سره وکړه د هلمندي ولس څخه غلا سوې وه ، مثلا د فوډ زون پروژه چي دغو ليکوالانو به هم خبر تر لاسه کړی وي  چي په ميلينونو ډالره غلا پکښې وسوه ، منګل يوازي د هلمند په مرکز لښکرګاه کي د بيارغاوني سمبوليک کارونه کوي ، دا کار د افغان مرکزي دولت او نړيوالي ټولني د غولولو دپاره صورت نيسي ، پوښتنه داده چي (۱۵۰۰۰) ډالر منګل په ټککه وګټلې که د دولت لخوا څخه دونه معاش ورکول کيږي چي نوموړی يې بچت کړي ؟.

د هلمند ولايت د حجارۍ او نجارۍ فابريکه خو يوازي د منګل تر هغو ډاليو نه سي وتلاي چي نوموړي يې خپلو مېلمنو قابونه ، مجسمې ، ګلدانۍ ، او نور توکي ورکوي چي د  روخام د ډبري څخه جوړيږي

File:Mangal at Garmsir bazaar.JPG .

راسه ګز پر کښېږده !

چي خبره ډېره اوږده نه سي ، د ملکي خلکو سره ظلم د انګرېزانو او امريکايانو په لاس د هغو وژنه ، دوئ کوارډيناټ ورکوي ، چي هله په دغه کور کي طالبان دي او هله په هغه کور کي ، هغوئ بمباري وکړه ښځي ، ماشومان ، او ځوانان قتل کړي  ، خو ګلاب منګل ژورناليستانو ته ووايې چي وژ ل سوي کسان طالبان دي .

ښه بېلګه يې د هلمند ولايت د باباجي په سيمه کي د بهرنيو ځواکونو بمباري وه چي (۹) کسان بېګناه پکښې شهيدان سول ، چي بيا هغوئ خپل شهيدان لښکرګاه ته د يوه لاريون په موخه را نقل کړه او عکسونه يې هم اخيستي وه چي خلکو ترېشر ته جوار ور اچول او نړيوالو بمبار ورباندي وکړ ، په دغو شهيدانو کي د نهو کلنو ماشوم هم وو ، نو آيا دا معشوم القاعده وو ؟.

وروسته د ګلاب منګل وياند داود احمدي رسنيو ته وويل چي وژل سوي کسان شورشيان او مخاليفين دي .

چي دا مسله بيا وروسته بهرنيانو هم ومنل او بخښنه يې وغوښتل او وژل سوي کسان يې ولسي خلک وبلل .

همدارنګه هر وخت چي ولس ته مرګ ومير اوړي دوئ هغه د مخاليفينو بولي .

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي راته وويل چي د روحاني د وژل کېدو څخه وروسته يې قاتلين څلورنيمي مياشتي د ولايت په ميلميستون کي وساتل سوه (د روحاني په وژل کېدو کي انګرېزانو ، ګلاب منګل ، د هلمند د کليو د پراختيا او بيا رغاوني رئيس محمد عمر قانع لاس درلود)

هلته پر منګل ټوله غله را ګرځېدلي دي ، چي يوه برخه يې نوموړي د خپلي سيمي څخه را وستلي دي لکه د ولايت مرستيال عبدالستار ميرزکوال .

مير زکوال يو ډېر بې کفايته انسان دی ، هغه د والي ګلاب منګل د غلاوو کمېشن کار دی .

يوه غلا خو يې ډيره روښنانه وکړه چي ډير خلک هم په خبر دي .

هغه داسي چي بهرنيانو د خانشين ولسوال ته په (۱۸۰۰۰) ډالره يو موټر واخيست چي لښکرګاه ورسېد ميرزکوال دستي په دستي کابل ته بيرته روان کړ چي اوس يې په کابل کي زوي منظرې پکښې کوي .

نو که د ګلاب پر خيانتونو وږغيږو شايد ډيري ورځي ونيسي ، خو موږ ته دا مهمه ده چي ددغو نارواوو مخنيوی وسي . او هلمند ته داسي مشر را واستول سي چي هغه ښه وفادار شخص وي و ملي ګټي پر شخصي ګټو لوړي وګني او د ولس غم ور سره وي . که څه هم د اوسني حکومت څخه تر ډېره دا توقع د کم عقلانو کار دی ، ځکه دا حکومت ټوله په داسي فساد او نارواوو کي غرق دی .

په ډېر درناوی

وليد 


 

 

  کور

::.

  افغانستان / پښتونخوا

::.

  اسلام

::.

  شعر او شاعری

::.

  لنډی کيسی او ادبي ټوټي

::.

  مقالي او ليکني

::.

  لنډۍ او متلونه

::.

  د سلګۍ کتابتون ::.
  ټنګ ټکور

::.

  انځورنه ::.
  بريښناني کارتونه ::.
  پښتو ويب پاڼی ::.
  دميلمنو کتاب ::.
   د بحث فورم ::.
  اړيکې ::.
     
     
     
     
     
Copyright © 2007-2008 Salgay.Com, All rights reserved.To best view this site download our font, after installing revisit us
Privacy Policy | User Agreement | Terms of Use | Copyright Information