|
دنړۍ مشهور دپاپ دموسيقي لومړی ستوری په ژوندکې دورپيښی شوي
تهمتونو دلاسه په ډير نا اميدی له دی دونيا نه سترګې پټۍ کړ
ښاغلی مائيکل جيکسن په ٢٩ اگست ١٩٥٨ء کې دامريکا په انډيانا رياست
کې زيږيدلى ؤ
هغه د١١ؤ کالو په عمر کې دخپلو٤ؤ وروڼو سره په گډه دجيکسن پينځه په
هنري ډله کې کار پيل کړى ؤ.
او په کال ١٩٧٠ء کې ځانله گانې ويل پيل کړل ، چې دغه شان هغه په
ټوله نړۍ کې ځانله يو نوم پيدا کړو او زيات بريالى وگرځيدو.
په کال ١٩٧٩ء کې يې د اف دي وال په نوم يو البم مخې ته راغلى چې
دموسيقۍ مينه والو زيات خوښ کړو او ددغه البم يو کروړ او لس لکه
کاپيانې خرڅ شوې.
مائيکل جيکسن له دې وروستو نۀ يواځې په امريکا بلکې ټوله نړۍ کې
ځانله يو نوم پيدا کړو.
په ١٩٨٢ کې دهغه دالبم تهريلرزيات شهرت وموندلو او له دې وروستو
هغه ته دپاپ پاچا يا کنگ اف دي پاپ خطاب ورکړل شو.
مايکل دماشومتوب نه ډيربا احساسه اودهنر په ډګر کې يو خاص استعداد
درلودونکی شخصيت وميکل دماشو متوب نه دا هڅه کول چې د نړۍ په ښه
شخصيتونو کې حساب شي ځکه چې د هغه ماشومتوب لکه دنړۍ نورو غريبو
ماشومانو په غربت کې تير شوې و نو د همدی کبله دنړۍ له هر ګوټ نه د
غريبو او مريضو ماشومانو څخه يوه ټولنه جوړ کړی و او په دې توګه د
ماشومانو د تعليم او تداوي دپاره په انساني کمکونو لاس پوری کړی و
خو د هغی سرمايه هغی ته د ځان بلا شو او په يو جوړ شوې طوطيه هغه
په يو جنايي جرم چې لا يي سر نوشت معلوم نه دی دډيرو تحديدونو تر
فشار لاندی ژوند کاوه مايکل په دی هکله تل فکر کاوه او روحن دډيرو
روحي فشارونو لاندی و مايکل دموسيقي ددونيا نه ديو وقته پورې لری
پاتی شو
او د همدې فشارونو له کبله د زړه ناروغي نه هم رنځ وړ زه د يو
لوستونکې
او ليدونکې په صفت د نړۍ د لوړو شخصيتونو د ژوند کيسو سره مينه
لرمه
د څو کسانو دشخصيتونو په هکله غواړم ډير واورم په لومړي قدم کې
دپيغمبرانو ،دويم قدم کې دنړۍ سوله غوښتونکي شخسيتونه لکه خان
غفارخان،ماتمها ګاندي ، هندرا ګاندي،مادرتريسااودنړۍ څو نورو سوله
غوښتو نکي شخصيتونه خو د بهرني هنر مندانو په ټولنه کې دمايکل جکسن
هنر او د هغه د ژوند برخي زما توجوع يي جلبه کړيوه زه پوهيږمه چې
زما افغاني لوستونکي به ما ملامته کړي چې ستا په خپل وطن کې څه
تيريږي خو زه يو څه د ويلو لرمه هغه دا چې زه کاناډا کې
دنړۍورځپانی يوه ګڼه کې دمايکل موسيقي دژوند او نوي خبرونو شوي
اسنادو شاهده يمه او په دې ورستيو کې مې دمايکل جکسن تصوير ديوې
مسلمانې سپين سرې ښځې سره وليدلو او يو څه مې ولوستلو چې مايکل
دغه مسلمانې ښځي ته مور ويلی او تصوير کې هم دا ښودل شوې و چې سپين
سرې مسلمانه ښځې د مريو يو دستبند چې دمريو په دانو کې دالله نوم
ليکل شوې و دمايلکل په لاس کې دتړلو په حال ليدله کيده
په رسنيو کې ډير داسې راغلي و چې مايکل مسلمان شوی دی په دی توګه د
ډيرو مسلمانانو توجو يي جلب کړی و مايکل خپل هنر مندې خور سره نژدی
مناسبات درلود دا هنرمنده د مايکل په ټولو رازنو خبر ه ده نو
که د مايکل خورد هغی دمسلمان کيدو مسله تصديقوي نو دا خبره رښتيا
ده دا چې اسلامي ملا کوم چې ميکل دهغی مخ کې کليمه ويلی و اواز د
تصديق نه پورته کوي ځينې دلايل شته چې هغه دی ته مجبوروي چې چوپ
پاتې شي ځکه چې اسلام پينځه بنا لري هر مسلمان بايد تری پيروي وکړي
زما په نظر کوم چې ما دميکل ژوند د هغی دماشومتوب نه تر
نظر تير کړې ده لازم دی چې ښاغلی مايکل جکسن په اسلامي اصلو دی
خاوري ته و سپارل شي دا ځکه چې هغه يوه مسلماني ښځې ته مور ويلی و
او په دی ورستيو کې اسلام ته متقد شوی وو |